یونان کې د اورلګیدنې له امله د پناه غوښتونکو د یوه بل پنډغالي تر ویجاړولو وروسته، په سلګونه کډوال بې کوره شوي دي
یونان کې د کډوالو د ګڼې ګوڼې ډک یوه پنډغالي کې تر اورلګېدنې وروسته، په سلګونه بې کوره شوې کډوال د سړکونو پر سر ژوند کوي.
د اکټوبر په ۱۴ مه دغه اورلګېدنه، د ساموس ټاپو د کډوالو په پنډغالي کې رامنځ ته شوه او لامل یې تراوسه روښانه شوی نه دی.
پولیسو ویلي: چې په هماغه ورځ، د ناقانونه افغان او سوري کډوالو ترمنځ نښته شوې وه، چې وروسته یو شمېر روغتون ته ولېږدول شول. د ځايي ښاروال جورجیوس سټینټوس په خبره، تر اورلګېدنې مخکې، د چاودنې غږ هم اورېدل شوی دی.
د کډوالو کېږدۍ او سامانونه ویجاړ شوي او په پایله کې د ۶۰۰ کسانو لپاره په سیمه کې د مېشت مرستندویه ډلو لخوا لنډه مهاله سرپناه ورکړل شوې ده.
یونان د دوبي له پېل راهېسې د ناقانونه کډوالو له راتګ سره، لاس او ګرېوان دی.
له ګڼې ګوڼې ډک پنډغالو کې په دې کچه زیاتوالی، د وضعیت د کړکېچن کېدو لامل شوی. د ساموس پنډغالی په سر کې د شاوخوا ۶۵۰ کسانو لپاره جوړ شوی وو، خو اوس پکې له ۵۷۰۰ ډېر وګړي ځای پر ځای شوي دي.
له دې اورلګېدنې دوه اوونۍ مخکې، لسبوس کې د یوې پېښې له امله یوه افغان مېرمن ووژل شوه.
دې پېښې د هغو ناقانونه کډوالو په منځ کې نیوکې راوپارولې، چې هلته مېشت وو. دوي د غوره ژوند غوښتنه کوله. اتن وویل: چې د کډوالۍ ناورین ته د ځواب ویلو په غبرګون کې به د یو سخت سیاست په پلې کېدو سره د راتلوونکې کال په پای کې کابو ۱۰۰۰۰ کډوال وشړي.
د اورپايي ټولنې د کډوالۍ کمیسار ډیمیټریس ابرامپولوس د یونان پارلمان ته وویل: هېواد یې باید د خپلو کډوالو غوښتنو ته د رسېده ګۍ لپاره ډېر کار وکړئ.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان (UNHCR) په خبره، د سږ کال په سپټمبر کې له ۱۲۰۰۰ ډېر کډوال یونان ته رسیدلي. چې دا په ۲۰۱۶ کال کې له شوې هوکړې راهېسې، اروپا ته د ناقانونه کډوالو د راتګ د کموالي په برخه کې تر ټولو لوړه کچه ده.
“ ایراموپولوس وویل: هغه فشارونه چې اوس مهال د ترکیې او سوریې په پولو کې پر مېشتو وګړو پلې کېږي، شونې ده په زرګونه د سوریې اوسېدونکي او یا د سېمې نور اوسېدونکي دې ته اړه کړي، چې له پولې ترکیې ته واړوي، او بیا څه پېښیږي؟” ” دا به د یونان او اروپا لپاره غمیزه وي”.
TMP – 25/10/2019
انځور له: جورجن نواک/ شاټرستاک
د انځور عنوان: ۲۰۱۹/۳/۱۰، یونان / ساموس ټاپو، واټي/ ساموس ښار. د یونان د ساموس ټاپو په ساموس ښار کې د غونډیو پر سر د ګڼې ګونې ډک پندغالو کې د پناه غوښتونکو مېشتېدنه.
دا مقاله شریکه کړي