کُردي کډوال د کفر له کبله تر برید لاندې راغلل

د یونان د لیسبوس ټاپو په موریا کیمپ کې، پر کُردي کډوالو نورو مهاجرو برید کړی . دا برید له دې کبله شوی چې کُردي کډوالو روژه نه نیوله.

د کُردي خبري اژانس روډاو د معلوماتو له مخې، ځینو سوریايي، عراقي، یمني او الجزایري کډوالو په کیمپ کې پر کُردي کډوالو حمله وکړه. برید کوونکیو هغوی کافر وبلل او دا ځکه چې هغوی د روژې په میاشت کې روژه نه نیوله.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، درې کسانو د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړه. وروسته شمیرنو وښوده چې ۱۵ کسان ټپیان شوي وو چې د لسو وضعیت یې خطرناک و. پولیس او طبي کارکوونکیو د جګړې د بندیدو غوښتنه وکړه او ټپیان یې روغتیايي مرکز ته ولیږدول.

له دې شخړې وروسته د امنیتي اندیښنو له کبله په سلګونو کُردیانو کیمپ پریښود او د لیسبوس په مرکز میتیلین (Mytilene) کې یوه بل پنډغالي ته لاړل. هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې ښکته او پورته کیږي، ښيي چې کُردي کورنۍ او ماشومان په نوي کیمپ کې ځای پر ځای کیږي، حال دا چې د یونان د ځايي غیر دولتي ادارو راپورونه وايي چې په میتیلین کې پروت کیمپ د نورو ډیرو کډوالو لپاره د اوسیدو ځای نلري.

په کیمپونو کې د کډوالو ترمنځ د تکراري شخړو راپورونه خپریږي، دا ځکه چې چارواکي د رارسیدونکیو کډوالو تر منځ د قومي، ملیتي او مذهبي توپیرونو ته پام نه کوي، چې ډیری وخت د شخړو لامل کیږي. دا روښانه نه ده چې ایا چارواکي په کافي اندازه د ژبې مهارتونه لري او د کولتورونو په اړه معلومات لري چې د ګڼو کډوالو تر منځ حساسیتونه درک کړي.

د سوریې د افرین ښار یوه مور ،چې له چارواکیو سره یې خبرې کولې، وویل چې دوی په کیمپ کې له نورو کډوالو سره هیڅ ستونزه نلري. د هغې په حواله، داسې ښکاریده چې دا برید دې له مخکې پلان شوی اوسي، دا شخړه د داسې کسانو لخوا پیل شوه چې دې مخکې په کیمپ کې نه و لیدلي او له بیرون څخه راغلي وو. همدارنګه ، ځینو برید کوونکیو خپل مخونه پوښلي وو.

اوسمهال شاوخوا (۵۰۰۰) کډوال په موریا او یوه بل کیمپ کې اوسیږي، چیرته چې (۳۰۰۰) کسان لا هم چارواکیو ته په تمه دي چې د دوی برخلیک معلوم کړي. د اروپايي ټولنې او ترکیې تر منځ د شوي تړون د یوې برخې په توګه د دې لپاره چې اروپا ته د کډوالو جریان را کم شي، هغه کډوال چې د یونان ټاپو ګانو ته راځي که چیرې د پناه غوښتنې وړ ونه ګڼل شي، بیرته ترکیې ته شړل کیږي. د پناه غوښتنې بهیر اوږد دی او ډیرو اسنادو ته اړتیا لري، دا کار د دې لامل کیږي چې کډوال په کیمپ کې تر میاشتو منتظر پاتې شي.

TMP – 14/07/2018