بوسنیا کې د هوا حالاتو په خرابوالي سره، د کډوالو د ژوند په اړه اندېښنې د پراخوالي په حال کې دي.
د ژمې موسم په رارسېدو سره، د هوا حالاتو د کډوالو لخوا په جوړ شویو پنډغالو کې د سلګونه کډوالو د ژوند کولو لپاره روغتیايي شرایط ستونزمن کړي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (lOM) وایي: بوسنیا او د کرواسیا پولې ته نږدې د هوا حالات کولای شي د کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کړي. په ووجک پنډغالي کې، کډوال د خټو او کثافاتو په منځ کې ژوند کوي او په سړو او ګرمو کېږدیو کې ویده کېږي. امیر چې د پاکستان اوسېدونکی او کډوال دی وايي:” دلته ژوند د ژویو په څېر دی” .
د ووجک پنډغالی چې په کثافاتو پوښلې سیمه کې جوړ شوی، د اوسېدونکو په منځ کې يې د ځنګل په نوم پېژندل کېږي او د ژوندانه ستونزو له امله د بشر دوستانه سازمانونو په منځ کې نوم بدی دی او په شاوخوا کې یې د ١٩٩٠ کال جګړې نا چاودیدونکي ماینونه هم پاتې دي.
نړۍوالو سازمانونو د دې پنډغالي د تړلو غوښتنه کړي، دغه کړنه تر هغه ناشونې ده، چې بوسنیايي چارواکي بل ځای پیدا نه کړي.
دلته ژوند ناشونی دی. پاکستانی کډوال یمشیر وایي: موږ یوه ښه ځای، ښه ژوند، ښه خوړو او څښاک ته اړتیا لرو.
د نوامبر په ١٢ مه د اروپايي ټولنې د کډوالو کمیسار ډیمیټریس آرموپولوس، له بوسنیايي چارواکو سره د هغه پنډغالي د تړلو مسله په ډاګه کړه چې د بیهاک ښار شمال ته نږدې پروت دی .
نوموړي زیاته کړه:” په راتلوونکي ژمي کې د یوه ستر بشردوستانه ناورین له رامنځ ته کېدو د مخنیوي لپاره، آرموپولوس ګواښ وکړ، چې باید بوسنیا کې د کډوالو لپاره پوره پنډغالي جوړ شي.”
بوسنیا له اروپايي ټولنې ۳۶ میلیون یورو(۴۰ میلیون ډالره) مرسته تر لاسه کړي، خو په ووجک کې شرایط په دومره کچه کمزوري دي، چې” د اروپايي ټولنې هیڅ ډول مالي ملاتړ نشي کولای هغه حل کړي.”
دغو هېوادونو هڅه کړي چې تر لوړې کچې د کډوالو اړتیاووې پوره کړي، ګڼ شمېر یې د اسلواکیا، کرواسیا او هالنډ پولو له تړل کېدو راهېسې، په دې هېواد کې ایسار پاتې دي.
له ۲۰۱۸ کال راهېسې کابو ۵۰۰۰۰ کډوال له بوسنیا د اروپايي ټولنې لوري ته تېر شوي دي او ځینې وخت له کرواسیا د تېرېدو څو میاشتې په تمه پاتې کېږي، چې پولیس پکې د کډوالو پر وړاندې په بې رحمی تورن شوي دي.
ووجک هغه پنډغالی دی، چې د کډوالۍ د نړۍوال سازمان لخوا اداره کېږي او کابو ۲۰۰۰ کډوال پکې میلمه دي. د نوامبر له ۱۵ نیټې راهېسې سیمه ییز چارواکي اجازه نه ورکوي، چې نور کسان د ووجک پنډغالي ته وردننه شي.
TMP 22/11/2019
انځور له: عجین کامبر
د انځور عنوان: په بوسنیا کې د کروسیا پولې ته څېرمه د پناه غوښتونکو او کډوالو پنډغالی. ولیکا کلادوسیا، د بالکان لاره
دا مقاله شریکه کړي