په ترکیه کې ۵۴۵ نور ناقانونه کډوال ونیول شول

نږدې ۵۴۵ نور ناقانونه کډوال د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۲۰مه او ۲۱مه ترکیه کې نیول شوي دي. دا خبره اناډولا نیوز ایجنسي  د ګڼو امنیتي سرچینو په حواله په خپلو راپورونو کې کړې ده. د دوی په نیولو سره د مارچ په ۲۰مه او ۲۱مه، د نیول شویو ناقانونه کډوالو شمیره ۱۰۰۰ ته لوړه شوه.

د کډوالو لویه ډله د مارچ په ۲۰مه، په ختیځ ولایت بنګول کې نیول شوې. د ولایتي دفتر د بیانیې په حواله، ۱۹۵ کډوال چې ۱۶۹ یې افغانان وو، د حرکت په حال کې نیول شوي. ۳۰ نور کډوال چې افغانان  او پاکستانیان وو او هڅه یې کوله چې غیر قانوني استانبول ته لاړ شي، د ژاندارم پولیسو لخوا په کانکیري ولایت کې نیول شوي. دا ډله چې په یوه بس کې سپره وه، ودرول شوه او د سرچینو په حواله د دې بس موټروان هم نیول شوی دی.

د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۲۱مه، د کډوالو ۷۲ کسیزه ډله چې ۶۸ یې افغانان وو، په ختیځ ولایت ارزینکان کې نیول شوي او په ټیکرډاګ ولایت کې ۱۲۲ نور کډوال د ژاندارم ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

د سمندري لارې په اوږدو کې، د ترکیې ساحل ساتوونکیو۴۰ ناقانونه کډوال ،چې د اشغال شوي فلسطین اوسیدونکي وو او په یوه کښتۍ کې سپاره وو، د اجین ایډین ولایت په ساحل کې نیول شوي دي.

همدارنګه د کرکلاریلي او وان ولایت کې ناقانونه افغان کډوال نیول شوي دي. دوی د پاکستان، الجزیره، ګینه،کیمیرون او مراکش له خلکو سره سفر کاوه.

ګڼ شمیر نیول شوي افغانان به بیرته خپل وطن ته وشړل شي. یوازې د ۲۰۱۸ کال د جنوري او اپریل ترمنځ، ترکیې نږدې ۷۱۰۰ افغانان بیرته شړلي دي.

ترکیه هغو افغانانو ته ،چې په اروپا کې د اقتصادي فرصتونو او خوندي ځایونو په لټه کې دي، ډیره مشهور لاره ده. اروپا ته د کډوالۍ بهیر د مدیریت په موخه، اروپايي ټولنې په ۲۰۱۶ کال کې له ترکیې سره یو تړون لاسلیک کړ. ترکیې له همدې وخت راهیسې پر هغو پناه غوښتوونکیو او کډوالو خپل کنټرول ټینګ کړی چې هڅه کوي اروپا ته لاړ شي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي چې په ۲۰۱۸ کال کې ۲۶۸۰۰۰ بې اسنادو کډوال نیول شوي دي.

TMP – 24/03/2019

Photo: Ruslan Shugushev/Shutterstock