دوه کډوال په یوه ټانکر کې د ګرمۍ او ساه بندۍ له کبله د صربیا- هنګري پولې ته نږدې مړه شوي دي
له هنګري سره د صربیا پولې ته نږدې، په یوه لارۍ ټانکر کې دوه کډوال مړه او دوه نور په ډیر نازک وضعیت او د بېهوښۍ په حال کې موندل شوي دي.
د صربیا د مقاماتو د معلوماتو له مخې، څلور کډوال چې دوه یې افغانان دي، د روان میلادي کال د می په ۱۹مه، د ټانکر لرونکې لارې د موټروان له خوا موندل شوي دي. کله چې ډریور ټانکر پرانیست، نو څلور واړه بېهوښه وو او روغتون ته ولیږدول شول. دا ټانکر په فوټوج (Futog) سیمه کې د موټر وینځلو ځای کې دریدلی و. دا په صربیا کې د نووي ساډ (Novi Sad,) ښار د اوسیدو یوه اطرافي سیمه ده.
د روغتون لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کډوالو کې د ساه تنګۍ او ګرمۍ وهلو نښې لیدل کیدې. له دوی څخه یو کډوال د می په ۲۲مه مړ شو او بل بیا د شپې مړ شو. دوه نور چې ژوندي پاتې، اوس هم په نازک حالت کې دي او په بیړنۍ خونه کې تر جدي مراقبت لاندې دي.
په زرګونو هغه کډوال چې د جګړې او فقر له کبله تښتیدلي، له ترکیې څخه د بالکان هیوادونو له لارې د لودیځې اروپا شتنمو هیوادونو په نیت خوځیږي. په ۲۰۱۵ کال کې له ۳۹۰۰۰۰ ډیر کډوال؛ چې ډيری یې د منځني ختیځ او افغانستان و، هڅې یې کولې چې شمال ختیځې اروپا ته د تګ لپاره د کروشیا له لارې هنګري او صربیا ته ننوځي. د کډوالو د دې جریان د مخنیوي لپاره، بوداپیست ( د هنګري پلازمینه) د ۵۰۰ کیلومتره دیوال جوړولو امر وکړ چې د هیواد د بندرونو څلورمه برخه احتوا کوي. هنګري ادعا کوي چې دغه موانع د کډوالو ۹۹.۷ ٪ مخنیوی کړی.
په هرصورت، د صربیا د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دغه هیواد کې د کډوالو شمیره بیا لوړیږي. رسمي شمیرې ښيي چې هره ورځ دې هیواد ته له ۸۰ – ۱۰۰ پورې کډوال داخليږي چې ډیری یې له شمالي مقدونیې دي. اکثریت یې د دې نیت نلري چې دلته پاتې شي، دوی د ریل ګاډي یا بس په ذریعه او یا هم پیاده په سرحدونو کې ګرځي.
د پناه غوښتوونکیو د ساتنې مرکز اجرایوي مشر راډوز ډجورویک (Rados Djurovic) له ایټالوي خبري اژانس انسا (ANSA) سره ویلي: (( ډیر ځله کولای شې وګورئ چې دوی [کډوال] له لویې لارې لرې نه دي، دوی د بلګیراد په طرف قدم وهي.)) هغه زیاته کړې چې دلته همدارنګه د هغو کسانو په شمیره کې هم لوړوالی راغلی چې کوښښ کوي په ناقانونه توګه له بندره واوړي، دوی له بندره د تیریدو په ځای کې په لاریو او کوچینو پوښلو موټرونو کې پټیږي. هغه زیاته کړې:(( حالت جدي دي او ګڼ شمیر کسان خپل ژوند په خطر کې اچوي.))
همدارنګه ډیری کسان بیا د بوسنیا، کروشیا او هنګري په شمول؛ د صربیا د ګاونډیو لخوا په سرحد کې بیرته شړل کیږي. د کډوالو د نړیوال سازمان (IOM) د ارقامو له مخې، تر ۴۰۰۰ کډوال په صربیا کې ایسار پاتې دي.
TMP – 01/06/2019
Photo credit: Pavalena/Shutterstock
Photo caption: د صربیا جمهوریت نقشه
دا مقاله شریکه کړي