یو راستنېدونکی افغان کډوال: دا تر ټولو ستونزمن سفر وو، چې یو انسان کولای شي هغه ولري

یو راستنېدونکی افغان کډوال: دا تر تولو ستونزمن سفر وو، چې یو انسان کولای شي هغه ولري.

موږ له یوه ناقانونه افغان کډواله غوښتنه وکړه څو خپل کیسه د کډوالو له پروژې سره شریکه کړي. د نوموړي د سفر په اړه ډېر ولولئ:

د افغانستان له خوشې کولو مخکې ستاسو دنده څه وه؟

ما د افغانستان له خوشې کولو مخکې، هیڅ ډول دنده نه درلوده، زه د دندې په لټه کې وم او د کابل پوهنتون د ځمکې پېژندنې له پوهنځي تر فراغت، یو نیم کال وروسته مې، افغانستان خوشې کړ.

ولې د افغانستان د خوشې کولو پریکړه مو وکړه؟

د پوهنتون په دوره کې او تر هغه وروسته، زه د خپلې ۷ کسیزې کورنۍ د ملاتړ لپاره د یوې دندې د تر لاسه کولو په موخه، هرې دروازې ته ولاړم، خو دوی له ما کاري تجربه غوښتنه، چې ما نه درلوده.

تاسو په دې برخه کې د پریکړې لپاره مو له چا سره خبرې وکړې؟

د لومړي ځل لپاره مې دغه مسله، له خپلې کورنۍ او ملګرو سره شریکه کړه او زه له ډېرو مثبتو او منفي غبرګونونو سره مخ شوم . ځکه چې زه په خپل تصمیم کې جدي وم، له خپلو هغو ملګرو سره مې سلامشوره وکړه، چې مخکې اروپا ته تللي وو.

اروپا ته د رسېدو لپاره مو له کومې لارې ګته پورته کړه؟

زه په دقیقې(کره) لارې نه پوهېدم، ځکه لومړی ځل مې وو، له هېواد څخه بهر ته مې سفر کاوه او هغه هم د ناقانونه لارې پرمټ. پوهېږم لومړی د نیمروز له لارې پاکستان ته ولاړو، وروسته ایران او ترکیې ته. له ترکیې څخه یونان ته مې سفر وکړ، خو بېرته ترکیې ته واستول شوم.

د خپلې مقصد لارې په اوږدو کې له څه ډول ننګونو سره مخ شوې؟

زه د دې ستونزمن سفر په مهال له بېلابېلو ننګونو سره مخ شوم. د ایران په لار کې د غلو له کمین سره مخ شو، او ټول شته یې له موږ واخېستل. د ایران او ترکیې ترمنځ پولې په لار کې قاچاق وړونکو موږ یوازې خوشې کړلو او موږ د پولیسو لخوا ونیول شو. که څه هم پولیسو څو ورځې وروسته موږ خوشې کړو، خو موږ په ترکیه کې څوک نه پېژندل او کابو یو کال په یاد هېواد کې پاتې شو. موږ اړتیا درلوه چې یو بل قاچاق وړونکی پیدا کړو څو موږ اروپا ته ورسوي او داسې دندې ته مو اړتیا درلوده چې د سفر د لګښت سربیره، یوه اندازه پیسې هم سپما کړو.

په ترکیه کې تر نږدې یو کال وروسته، ما او زما د کوټې ملګرو داسې قاچاق وړونکی پیدا کړ، چې موږ اتریش ته ورسوي، موږ نوموړي ته شاوخوا ۶۰۰۰ یورو ورکړې، خو بیا هم وغولویدو. نوموړي موږ ددې بیړۍ د حرکت لپاره له یوې چرمې بیړۍ او یوه ماشین سره یوازې پرېښودو. مو بالاخره د یونان پولیسو لخوا ونیول شو او تر یوې اوونۍ بندخونې وروسته، بېرته ترکیې ته واستول شو.

تاسو اروپا ته د رسیدو لپاره څومره پیسې ورکړې؟

په دې سفر کې پر ما ۷۰۰۰ یورو لګښت راغی.

ایا دغه سفر په هغه کچه اسانه وو، چې تاسو فکر کاوه او یا له هغه څخه ستونزمن وو، چې فکر دې کاوه ؟

دا هغه تر ټولو ستونزمن سفر وو، چې یو انسان کولای شي هغه ولري.

ولې بېرته افغانستان ته راغلی؟

زه ځکه بېرته افغانستان راستون شوم، چې موږ د یونان پولیسو لخوا بېرته ترکیې واستول شو. ما د لګښت لپاره پیسې نه درلودې او نه مې شوای کولای چې په لنډه موده کې مناسبه کاري بوختیا پیدا کړم.

د هغو کډوالو فضايي انځور، چې د بیړۍ پرمټ له ترکیې یونان ته راغلي دی.

TMP – 26/06/2019

Photo credit: Nicolas Economou / Shutterstock

Photo caption : د هغو کډوالو فضايي انځور، چې له ترکیې څخه یونان ته رسیدلي دي.

کډوال کیدل؟ د مشوری لپاره زمونږ له کارپوه سره اړیکه ونیسئ.

نړۍ په خوځښت کې ده

نړۍ په خوځښت کې ده، په میلیونونو کسان اوسمهال په مهاجرت کې دي او د دوی ډيری برخه له هغو ترخو واقعیتونو سره مخ دی چې په ۲۱مه پیړۍ کې، د کډوالۍ رښتینی تصویر وړاندې کوي.

د کډوالو په اړه معلومات ګڼې اجنډاوې او اړخونه لري- د سفر د سرچينې ځاې یعنی هغه ځای چی سفر ور څخه پیلیږی، د رسيدو د موخی ځاې (د ميشت کيدو ځاې) او د ليږد حکومتونو(هغه دولتونه چی کډوال ور څخه د لاری په توګه ګټه اخلی) څخه نيولې تر قاچاقیانو، رسنې، اکادميک وګړو او د کډوالو د شبکو خپل معلومات.

نور ولولئ