هنګري به له کډوالو سره مرسته جرمی عمل وګڼی

د هنګري حکومت یو داسې ناندره ییز قانون معرفي کوي چې په دغه هیواد کې به له کډوالو سره بشري مرسته کوونکي جرمی عمل وګڼی.

د بي بي سي د راپور په حواله، که چیرې دا قانون په موجوده بڼه تصویب شي، نو د (Stop Soros Act) په نوم به پیژندل کیږي. د دې قانون له مخې به عادي کارونه؛ لکه د پناه غوښتوونکیو لپاره د معلوماتي پاڼو چاپول، دوی ته خواړه ورکول، یا دوی ته قانوني مشورې ورکول هم جرمی عمل ګڼل کیږي.

د اربان حکومت څو ځلې د جورج سوروس د خیر خواهۍ دغه طرحه غندلی او هغه یی اروپا ته د مسلمانو کډوالو ته د زمینی برابرولو متهم کړی.

د دې قانون پر مسودې د جون په ۵مه، د هنګري په پارلمان کې بحث وشو، چې د اربان ( هنګري صدراعظم) ګوند له درېیوو څخه د دوه برخو اکثریت درلود، دا د لومړي وزیر او د هغه د ائتلاف لخوا د کډوالو د مخنیوي لپاره د پراخه هڅو یوه برخه ده.

دې نوي قانون ته رایه ورکول به په روانه اونۍ کې وشي او پارلمان کې به د اربان پیاوړی ملاتړ ترلاسه کړي، ددې احتمال شته چې د (Stop Soros Act) تصویب شي.

هنګري د هغو هیوادونو له ډلې څخه ده چې د کډوالو په اړه د اروپايي ټولنې د هغه پلان خلاف ده چې له مخې به یې له (۱۶۰۰۰۰) ډیر سوریايي او اریتریايي کډوال نورو اروپايي هیوادونو ته ولیږدول شي، دا کډوال اوسمهال د ایټالیې او هسپانیې په ګڼ میشتو پنډغالو کې اوسیږي.

د الجزیرې په حواله، د اربان حکومت په دې قانون کې احتمالي بدلونونو ته په فکر کې دی چې په مټ یې اروپايي تولنه هنګري ته د کډوالو له لیږلو منع کړي.

د ‎( TRT World ) خبر ورکوي چې د بشري حقونو مخکښه ادارې چې (The Helsinki Committee) او د بخښنې نړیوال سازمان یا (Amnesty International) پکې شاملې دي، له حکومته غواړي چې له دې نوي قانونه لاس په سر شي، ځکه چې دا قانون بشري او قانوني مرستې هم جریمه کوي.

د ( The Helsinki Committee) په استازیتوب مارټا پاراداوي (Marta Pardavi) ویلي چې دې قانون ته په متمدنو هیوادونو، اروپايي ټولني او تر قانون لاندې سیمه کې ځای نشته.

د قانون دې طرحې له کډوالو سره مرسته کوونکیو ته تر یوه کال پورې د بند سزا پیشنهاد کړې ده.

TMP – 20/06/2018