د کرواسیا چاوراکي له ناقانونه کډوالو سره د پولیسو ناسم چلند رد وي

د کرواسیا د کورنیو چارو وزیرداوور بوزینویچویلي: تراوسه له کډوالو سره د پولیسو په چلند کې هیڅ ډول تېروتنه نه ده لیدل شوې.  بوزینویچپر ګابووک پولې د څارنې مرکز د پلټنې په مهال خبریالانو ته ویلي: څیړنې روانې دي، خو هیڅ ډول سرغړونه نه ده شوې.

د کرواسي پولیسو په دې تړاو له کارکوونکو سره مرکه کړي. د دغو تورونو په اړه زموږ موندنې د هیڅ ډول شواهدو ښودنه نه کوي. پولیس په دې برخه کې ډېر جدي دي، په ځانګړې ډول هغه مهال چې شکایتونه د پولیسو د سرغړونې په باب وي او که ثابت شي، نو سخته سزا لري

د کرواسیا له پولیسو وروسته تر هغه پوښتنې ګرویګنې وشوې، چې یوه غر مزلي (کوهنورد) رسنیو ته پرانستی لیک واستوه، چې په کې د پولیسو لخوا د ناقانونه کډوالو ځورولو ته نغوته شوې وه.

غر مزلي زیاته کړي: چې نوموړی د ریسنجاک پر غر د ختلو په مهال له ناقانونه کډوالو د ناسمې ګټې اخېستنې لیدونکی وو.

نوموړي په دې لیک کې ویلي: دغه سیمه د ځانګړو پولیسو لخوا په سخت ډول ساتل کېږي. هغه مهال چې کډوال آلپ پنډغالي ته رسیږي او د اوبو او خوړو غوښتنه کوي، د پولیسو لخوا پر ځمکه څملول او ډبول کېږي.

د نوموړي په خبره : ” هغه مهال چې یو شمېر کډوالو غوښتل تېښته وکړي، پولیسو پر دوی ډزې پیل کړې. یو کډوال له ډېرې وېرې ګواښمنې سیمې ته ولوېد او څو هډوکي یې مات شول. “

دغه غر مزلی لومړی کس نه دی چې په کرواسي کې له کډوالو د ناسمې ګټې اخېستې له امله سرټکوي. بشر دوستانه نړۍوالو سازمانونه، سیمه ییزو سازمانونه او رسنۍ د کروسي پولیس له کډوالو سره په ناسم چلند او تاوتریخوالي تورن وي.

کرواسیا چې په ۲۰۱۳ کال کې له اروپايي ټولنې سره یو ځای شوه، له بوسنیا او هرزګوین پولې سره خپل امنیتي اقدامات یې ډېر کړي دي. بل خوا بوسنیا د اروپايي ټولنې یوه برخه نه ده. اوس مهال شاوخوا ۵۰۰۰ ناقانونه کډوال په بوسنیا کې ژوند کوي او یا هم له دغه هېواد څخه د اروپا لویدیځ ته د رسیدو لپاره د لارې په توګه ګټه پورته کوي.

د دوبلین قوانینو له مخې: کډوال باید د اروپايي ټولنې په هغه امن هېواد کې د پناه غوښتن لیک ثبت کړي، چې لومړی وردننه کېږي. دا قانون په ټولو هغو کسانو هم پلې کېږي چې لومړی کروسیا ته وردننه کېږي. که چېرې د دوي د پناه غوښتنه ومنل شي، نو په یوه اروپايي هېواد کې به ژوند وکړي.

TMP – 12/07/2019

Photo credit: Shutterstock/ Ajdin Kamber

Photo caption: د بوسنیا په بیحا کې د ناقانونه کډوالو پنډغالی(کمپ). په زرګونه ناقانونه کډوال د بوسنیا او کرواسیا پولې په منځ کې ژوند کوي، چې ډېری یې د اروپا لویدیځ ته د تګ هیله لري.