جرمني په ۲۰۱۸ کال کې د پناه غوښتنې ډير لږ درخواستونه ترلاسه کړي

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هارست سیهوفر (Horst Seehofer) ویلي چې په ۲۰۱۸ کال کې په دغه هیواد کې د پناه غوښتنې په درخواستونو کې د پام وړ کموالی راغلی، چې دا د پناه غوښتنې د کموالي په لحاظ دویم کال دی.

وزیر د روان میلادي کال د جنوري په ۲۳مه، په یوه خبري کنفرانس کې وویل:

(( موږ مخ په زیاتیدونکې توګه له کډوالو سره په مقابله کې یوو. موږ اصول    او ښکاره مقررات وضع کړل او دا پلي کیږي. خو دا په دې مانا نه ده چې موږ خپلې موخې ته رسیدلي یوو.  ))

په ۲۰۱۸ کې د پناه غوښتنې لپاره شاوخوا ۱۶۲۰۰۰ درخواستونه ثبت شوي چې دا شمیره له ۲۰۱۷ کال څخه ۱۳٪ ټیټوالی ښيي. د دې درخواستونو ډیری برخه د سوريا، عراق افغانستان او ایران د خلکو دي. په دوی کې ۳۲۰۰۰ کم عمره ماشومان هم شامل دي. دا ټول په جرمني کې پناه غوښتوونکیو میندو زیږولي دي.  

سیهوفر ویلي چې د پناه غوښتنې د درخواستونو د کموالي لامل د سرحدونو کنټرول دی او له انقرې سره هغه تړون دی چې له مخې یې هغه ټول پناه غوښتوونکي او ناقانونه کډوال بیرته شړل کیږي کوم چې له ترکیې څخه اروپا ته راغلي دي. شنوونکي بیا وايي چې په سوریه او عراق کې د تاوتریخوالي کموالی هم په دې کې خپل نقش لري.  

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کې جرمني په اروپا کې هغه هیواد و چې له ټولو ډیر یې د کډوالو هرکلی وکړ. یواځې په دغه دور کې له یوه میلیون ډیر پناه غوښتوونکي ،چې اکثریت یې د سوریې ول؛ ومنل شول. په هر صورت د ۲۰۱۷ کال  انتخاباتو وښوده چې د جرمني رایه ورکوونکي غوسه دي او له دې شمیرې سره مخالف دي. له دې راهیسې جرمني په دې لټه کې شو چې دا شمیره را ټیټه کړي، په دې هڅو کې هغه اقدامات شامل دي چې له مخې یې د هغو خلکو شمیره محدوده کړه ، کومو چې د کورنیو د بیا یو ځای کیدو د قانون په اساس هره میاشت ۱۰۰۰ کډوالو د یو وار لپاره کولای شول چې په جرمني کې له خپلو معشوقو سره وګوري. په ټولیزه توګه د شاوخوا ۱۲۰۰۰ افغانانو درخواستونه ومنل شول، د سوریايي وګړو لپاره دا شمیره ۴۶۰۰۰ وه. د منوونکیو شمیره اوس په جرمني کې د ۳۵٪ په شاوخوا کې ده، دا له ۲۰۱۷ کال څخه ټیټوالی ښيي، هغه وخت ۴۳ سلنه وه.

په جرمني کې ۱۶۰۰۰ رد شوي افغان پناه غوښتوونکي ممکن اوس له بیرته شړلو سره مخ شي. د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر راهیسې په ۲۰ الوتنو کې ۴۳۰ رد شوي پناه غوښتونکي کابل ته رسیدلي دي.

TMP – 15/02/2019