د فرانسې ښاروالانو د پناه غوښتوونکیو لپاره د نورو سرپناو غوښتنه وکړه
د فرانسې د ۱۳ ښارونو ښاروالانو له حکومت څخه په یوه سرخلاصي لیک کې، پناه غوښتوونکیو ته د نورو سرپناو غوښتنه وکړه.
دغه خط چې د ۲۰۱۹ کال د اپریل په ۲۳مه لیکل شوی، پکې راغلي: (( د اکثریت ښارونو د ښاروالانو په توګه موږ پر سیستم باندې له زیاتیدونکي فشار سره مخ یوو، چې له هغو خلکو سره تعامل وکړو چې زموږ په خاوره کې د مهاجرت په لټه کې دي، همدارنګه د بشري وضعیت د لاخرابیدو مخنیوي نه دی شوی.))
تیره میاشت د فرانسې د شمالي سیمې (Ile-de-France region) والي میخایل کاډوټ (Michel Cadot)، اعلان وکړ چې په فرانسه کې به د کډوالو نوی مرکز پرانستل شي، دا به تر ۱۰۰ پورې کډوالو ته د سرپناه ورکولو ظرفیت ولري.
په هر صورت، د ښار ښاروال ان هیډالګو (Anne Hidalgo) ،چې د سرخلاصي لیک له لاسلیکوونکیو څخه دی، د سرپناه ناورین سره د مقابلې لپاره د لا نورو اقداماتو غوښتنه کړې.
دلته د ژوند د وضعیت په اړه ناامیدي مخ په ډيریدو ده او له دې ناهیلۍ سره فرانسه کې پناه غوښتوونکي، ګڼې کورنۍ او ماشومان مخ دي. په دوی کې بې سرپرسته نابالغه کسان هم شامل دي چې خپلسرو کیمپونو کې ژوند کوي.
په لیک کې راغلي: ((زموږ د ښارونو په زړونو کې په سلګونو نران، میرمنې او ماشومان په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي، دا د هغو حل لارو له کبله دي چې تصویب شوي. ))
ښاروالانو له ټولو سیاسي ګوندونو سره د یوه ملي بحث غوښتنه کړې، چې پناه غوښتوونکیو ته د سرپناه د کمبود لپاره حل لاره پیدا کړي.
د ۲۰۱۸کال په جون کې، د فرانسې حکومت د هغو پناه غوښتوونکیو لپاره چې د ولایتونو لخوا د سرپناه چمتو کولو ته منتظر وو، د مرستې کچه لوړه کړې وه. دا رقم پناه غوښتوونکیو ته د بیلې شوې بودجې څخه جلا وه. د نوي قانون له مخې، پناه غوښتوونکي ته د ورځې (7.40) اضافي پیسې ورکول کیږي.دا د دې لپاره چې تر څو دوی ته ځایونه چمتو کیږي، نو په خوندي سرپناو کې ژوند وکړي.
په نږدې کلونو کې د هغو کسانو شمیره لوړه شوې چې فرانسه کې پناه غواړي.د کډوالو او بې ځایه شویو خلکو لپاره د فرانسې د ادارې(OFPRA)په حواله؛ په ۲۰۱۷ کې له (۱۰۰۰۰۰) ډیرو کسانو په فرانسه کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې وه.
TMP – 14/05/2019
Photo credit: LOIC VENANCE / AFP
Photo caption:
په هغه جمنازیم کې ،چې د کډوالو لخوا نیول شوی، د خیمو په منځ کې راپورته شوی سړی. دا د غربي فرانسې په سینټ – هیربلاین کې چې له ننټیس څخه بیرون ده، د جینین – برنارد په نوم یوه پخوانۍ لیسه ده. عکس د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۲۸مه اخیستل شوی.
دا مقاله شریکه کړي