په افغانستان کې انساني قاچاقبر نیول شوي

د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور ویلي چې حکومت په هیواد کې له انساني قاچاق سره د مبارزې په موخه کوټلي ګامونه اخیستي؛ په نږدې وختونو کې له (۷۷) ډير، شکمن قاچاقبر او انساني قاچاقچیان نیول شوي دي.

دا بیاینه یوه ورځ وروسته له هغې خپره شوه چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت د انساني قچاق پر وړاندې، د حکومت پر توانايي اندیښنه وښوده.

عبدالبصیر انور، چې د انساني قاچاق پر وړاندې د جوړ شوي کمیسیون مشري کوي، ویلي چې دا د پام وړ لاسته راوړنې د حکومت لخوا دي.

د انساني قاچاق په اړه د امریکا د حکومت په راپور کې افغانستان دویمه درجه مقام لري. د دې مانا دا ده چې د انساني قاچاق پروړاندې افغان حکومت اوسنۍ مبارزه د قناعت وړ معیارونو مطابق نه ده؛ خو دا هڅې کیږي چې د یادو شویو معیارونو مطابق مبارزه وشي.  

د کډوالو له پروژې سره په تیلفوني مرکه کې د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت وویل: (( موږ له انساني قاچاق سره د مبارزې پر اهمیت پوهیږو،افغانستان هغه هیواد دی چې خلک یې ګاونډیو هیوادونو او اروپا ته مهاجرت کوي. افغان حکومت له انساني قاچاق سره د مقابلې پرېکړه کړې.موږ د انساني قاچاق ضد قانون لرو. تر دې مهال (۷۷) کسان د انساني قاچاق له جرمونو سره په تړاو نیول شوي دي.  له دې ډلې څخه څلور یې په عمري بند محکوم شوي، دوو ته د اعدام سزا اورول شوې او ۱۸ نور په متوسط او اوږ بند محکوم شوي دي.

ویاند همدارنګه زیاته کړې، چې حکومت په لسو ولایتونو کې تبلیغاتي فعالیت پیل کړی او له ځايي مشرانو سره په ګډه د انساني قاچاق د خطرونو په اړه، د خلکو د معلوماتو کچه لوړوي.

TMP – 13/09/2018