هنګري د زیږون د کچې لوړولو او د کډوالو د کمولو لپاره کمپاین کوي

لکه څرنګه چې ګڼ اروپايي هیوادونه په مسلکي مهاجرو کاریګرو بدل شوي، دې کار د زیږون کچه راټیټه کړې او د کاري ځواک د کمښت لامل شوی، خو هنګري کاملا په بل  طرف روان دی.

د هنګري هغه میندې چې څلور او یا له دې زیات اولادونه ولري، نو دوی ته به د تخفیف نوی بنډل و رسیږي، چې په دې کې به پر عایداتو د مالیې عمري معاف کیدل، شامل وي. دا خبره د هنګري لومړي وزیر ویکټور اربان د ۲۰۱۹ کال د فبروي په ۱۱ مه کړې ده. د اوو شمارو لرونکی سبسایډي دغه بنډل( پکیج) ملت ته په هغه بیانیه کې وړاندې شو، کومه چې د کډوالو له منلو پرته د هنګري د نفوسو د ډيروالي د حل لارې لپاره یې ور کړې وه.  

اربان ویلي: (( موږ یوازې شمیر نه غواړو، موږ هنګري ماشومان غواړو.)) اوسمهال هنګري کې له ۱۰ میلیونو لږ وګړي د زیږون له ټیټې شمیرې او نورو لویدیځو اروپايي هیوادونو ته د کډوالۍ له لوړې شمیرې سره اوسیږي. اوسنۍ وړاندوینه ښيي چې د هنګري نفوس به ۲۰۵۰ کې ۱۵ سلنه راټیټ شي.  

د (Business Insider) خبري اژانس په حواله، د اروپايي پارلمان ټاکنو کې د ډيرو رایو ګټلو لپاره لومړی وزیر اربان کمپاین کوي چې د کډوالو ضد ائتلاف anti-immigrant coalition.  جوړ کړي. هغه ویلي چې ناقانونه کډوال به په هیوادونو کې ګډ نفوس رامنځ ته کړي چې بالاخره د مسلمانانو شمیره به لوړه او د عیسویانو به په چټکۍ سره راټیټه شي.    

هغه، پر اروپايي وګړو غږ وکړ چې د کډوالو ملاتړو ګوندونو ته، چې د نوي نړیوالتوب په لټه کې دي،  رایه ورنکړي او د دې پر ځای د کډوالو ضد ګوندونو تر شا ودریږي کوم چې د اروپا له دود و دستور او عیسویت څخه ملاتړ کوي.

له دې مخکې لومړي وزیر اربان هغه کډوال چې اروپايي هیوادونو ته را روان دي، د مسلمانو یرغلګرو په نوم یاد کړي و او د اروپا د ننه یې د کډوالو ضد ائتلاف غوښتنه کړې وه. هغه ویلي و: (( کډوالو جرمونه ډير کړي، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې او د ترهګرۍ میکروب یې خپور کړی. ))

په ۲۰۱۵ کال کې چې د کډوالۍ څپه لوړه شوې وه، له( ۳۹۰۰۰۰) ډیر کډوال ،چې اکثریت یې د منځني ختیځ او افغانستان اوسیدونکي وو، د ختیځې او لویدیځي اروپا شتمنو هیوادونو ته د رسیدو په موخه،  په دې هڅه کې و چې د کروشیا او سربیا له لارې هنګري ته را ننوځي. د کډوالۍ جریان د درولو لپاره بوداپیست ( هنګري پلازمینه) د ۵۰۰ کیلومتره اوږده دیوال جوړولو حکم وکړ چې د هیواد څلورمه برخه سرحدونه احتوا کوي. هنګري ادعا کړې چې د دې دیوال په مرسته   د کډوالو جریان 99.7 سلنه راټیټ شوی دی.

TMP – 16/02/2019