برتانیا به پر فیسبوک د قاچاقبرو انلاین فعالیتونه له منځه یوسي
د برتانیې حکومت ویلي چې د هغو انساني قاچاقبرو پر ضد به جدي اقدامات پیل کړي چې د احتمالي کډوالو لپاره پر فیسبوک اشتهارات کوي.
د بریتانوي رسنیو د ګڼو راپورونو په حواله، حکومت د ټولنیزو رسنیو له (۵۰۰) ډیرې پاڼې، چې زیاتره یې فیسبوکي دي، په نښه کړي دي. دوی هغه خلک را جذبوي چې اروپا ته د ناقانونه کډوالۍ په لټه کې دي.
د بریتانیا لومړۍ وزیرې تیریسا می (Theresa May) د سلزبرګ (Salzburg) په غونډه کې ،چې د سپتمبر په ۱۹-۲۰ جوړه شوې وه، وویل: (( موږ باید اوس خپلې هڅې د انساني قاچاقبرو د تعقیب لپاره نوې کړو چې د کډوالۍ جرم مخکې له دې چې پیښ شي، په لومړي ځای کې مخنیوی وشي. ))
هغې زیاته کړه: (( د دې هدف ترلاسه کولو لپاره، موږ باید له هغه فعال چاپریال او هغو فکټورونو سره مبارزه وکړو چې د جرمي شبکو د ظهور، ودې لپاره لا ډیرې اسانتیاوې برابروي او د کډوالو ژوند په دغه شان خطر کې واقع کوي. )) هغې زیاته کړې چې هیواد یې دې ته چمتو دی چې د خپلو انلاین پالیسیو تجربه له نورو اروپايي هیوادونو سره شریکې کړي. هغې دا هم وویل: (( انلاین فعالیتونه سرحدونو ته درناوی نلري.))
انساني قاچاق او د انسانانو انتقال ستره نړیواله سوداګري ده. د نشه يي توکیو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونه ادارې(UNODC) په ۲۰۱۸ کال کې هغه راپور چې د کډوالو د قاچاق د نړیوالې مطالعې په نوم یې خپور کړی، کاږي چې قاچاقبرو او انساني قاچاقچیانو په ۲۰۱۶ کال کې د دوه نیم میلیونه کډوالو د قاچاق او انتقال له لارې تر اوه بیلیونه ډالرو ګټه کړې ده. راپور زیاته کړې چې ټولنیزو رسنیو په غیر عمدي توګه له مجرمینو سره د قربانیانو په استخدامولو کې مرسته کړې.
په ټولنیزو رسنیو د باور ډیریدو یو لامل د هغو سختو کړنلارو له کبله دی چې د دغو غیر قانوني فعالیتونو لپاره یې فزیکي کاري محیط محدود کړی دی.
د فیسبوک یو نیم بیلیون ( میلیارد) کاروونکي او (۹۰۰) میلیونه د واټسپ انلاین پیغام لیږلو کاروونې، د دې اسانتیاوې برابرې کړي چې ډیر مشتریان ورته لاسرسی ولري. حتی راپورونه شته چې ماشومانو ته د کارونې لپاره د تخفیف وړاندیز هم شوی دی.
مرستندویه موسسې اوس د تکنالوژۍ پر کمپنیو غږ کوي چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي له له انساني قاچاقبرو وژغوري. له ۲۰۱۷ کال راهیسې د کډوالو نړیوالې ادارې (IOM) د ټولنیزو رسنیو پر کمپنیو غږ کړی چې د انساني قاچاقبرو ته دا سخته کړي چې، زیان منوونکي کډوال ولمسوي.
د فیسبوک ویاند د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې له نیوز ویک( Newsweek )سره په مرکه کې وویل چې دا کمپنۍ دوامداره هڅه کوي چې خپل کاري چوکاټ لا پسې خوندي کړي. ویاند زیاته کړه: (( انساني قاچاق غیر قانوني دی او د دوی هر اشتهار، پیغام، پاڼه او ګروپونه چې دغه فعالیتونه همغږي کوي، فیسبوک کې ورته اجازه نشته.موږ د اروپا په ګډون په ټوله نړۍ کې له قانون نافذونکیو ادارو سره له نږدې کار کوو چې دغه ډول غیر قانوني فعالیتونه په نښه کړو، له منځه یې یوسوو او راپور یې ورکړو. ))
TMP – 10/10/2018
دا مقاله شریکه کړي