د ټاپو له ګڼې ګوڼې ډک پنډغالي څخه ٧٠٠ نور کډوال د یونان اصلي سیمو ته لېږول شوي دي

د اکټوبر په ٧ مه نېټه  ٧٠٠ نور کډوال او پناه غوښتونکي د یونان له ټاپوګانو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي. دا د اژې د ګڼې ګوڼې ډک پنډغالو او ګواښمنو ټاپوګانو کې د وګړو د کموالي لپاره د یوناني چارواکو د هڅو یوه برخه ګڼل کېږي.  دغه ډله تر ډېره له هغو افغانانو جوړه شوې وه، چې ماشومان یې ور سره وو او په لسوس، کاس، کیوس، ساموس او لروس ټاپوګانو کې په سختو شرایطو کې یې ژوند کاوه . یو شمېر لېږدول شوې کډوال له دې اقدام څخه خوښ دي.

یوې ٢٤ کلنې افغان مېرمنې وویل:” زه په تېرو لسو میاشتو کې په موریا(درلسووس) کې وم. زما او کورنۍ لپاره مې وضعیت ډېر کړکېچن وو.دا زموږ لپاره یوه نوې ورځ ده او اوس کولای شو چې راتلونکې په توپیر لرونکې بڼه وګورو”.

په رېښتیا د ټاپو پنډغالي کې ژوند ستونزمن و، په ځانګړې ډول موریا ټاپو کې چې تر ١٣٠٠٠ د ډېرو کډوالو کوربه و، په داسې حال کې چې یوازې د ٣٠٠٠ کسانو ظرفیت یې درلود. مرستندویه ډلې همدارنګه د هغو ټولو کسانو د ژر تر ژره تخلیې غوښتنه کوي چې زیانمنونکي دي. یونان کې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې مدیر دیمیترا کالوګروپلو وویل : “موږ تل د يوې نوې غمیزې لپاره د تیارسی په حالت کې یو .”

د ټاپو پنډغالو تر خوشې کولو وروسته، کډوال د یونان تر ټولو ستر بندر پیریوس ته ولېږدول شول. تر هغه وروسته د کډوالۍ نړۍوالو سازمان  (IOM)  دوی یې د نوې هستوګڼې د اسانتیاوو ځای ته، کوم چې اوس په کې مېشت دي ولېږدول.

د IOM  رییس جیانلوکاروکو وویل:  (IOM)  د یونان په اصلي خاورې کې د زیانمنو ډلو لپاره سم او اغېزمن  عملیات او د هر اړخیزو چوپړتیاوو د وړاندې کولو ضمانت کوي” د ٢٠١٩ کال په اګسټ مياشت کې کابو ٧٠٠۰ ناقانونه کډوال د یونان ساحل ته ورسېدل، چې دا شمېر د کډوالو د کموالي په برخه کې له ٢٠١٦ کال راهېسې د اروپایي ټولنې او ترکيې ترمنځ د شوې هوکړې د شمېر په پرته، خورا ډېر دی.

د یونان دولت همدارنګه اصلي سیمو ته د کډوالو په لېږدولو سره غواړي، چې د ٢٠٢٠ کال تر پای پورې ترکیه ته د ناقانونه کډوالو په شړلو سره، د راتګ له لوړې کچې سره مبارزه وکړي .

TMP 22/10/2019

انځور له: شاترستاک/ اچیلیاس چیراس

د انځور عنوان: ٢٠١٩ کال د سپټمبر ٢ – یونان / مرکزي مقدونیه، تسالونیکي: کډوال او پناه غوښتونکي د لسوس ټاپو پرمټ د تسالونیکي بندر ته ور دننه کېږي.