افغان کډوال ترکیې ته له اوږدو سفرونو وروسته مقابله کوي
افغانان اوس په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو لویه برخه جوړوي. دا خبر (balcanicaucaso) خبري اژانس، د ترکیې د رسمي احصایې په حواله خپور کړی دی. د دې افغانانو ډیری برخه دواړه ډلې؛ اقتصادي کډوال او پناه غوښتوونکي، د ترکیې له لارې اروپا ته د تللو هڅې کوي، دوی په دې هیله سفر کوي چې ګوندې هلته به په اقتصادي لحاظ ښه راتلوونکې او خوندي ځای ولري.
په هر صورت، له دغو کډوالو څه په زرګونو یې ویلي چې دوی د اروپا په ځای په ترکیه کې ایسار پاتې دي، دا له هغه وخت راهیسې ده چې اروپايي ټولنې له ترکیې سره درې کاله وړاندې تړون وکړ. د دې تړون له مخې اروپايي ټولنه کولای شي، ټول هغه ناقانونه کډوال ،چې د ترکیې له لارې اروپا ته راځي، بیرته ترکیې ته وګرځوي. ترکیه به همدارنګه د خپلو سرحدونو امنیت ټینګ کړي او د کډوالو او پناه غوښتوونکیو د بهیر د مدیریت لپاره له اروپایي ټولنې څخه ملاتړ ترلاسه کوي.
مرستندویه ټولنې وايي چې کډوالۍ ته د هڅول کیدو انګیزه په افغانستان کې د ناامنیو شدت او په ایران کې ناوړه اقتصادي حالت دی او دا د دې لامل کیږي چې ډیری خلک ترکیه او اروپا کې فرصتونه ولټوي. په ترکیه کې د افغان کډوالو د یووالي او مرستې ټولنې بنسټ ایښودونکي ذکریا حکمت ویلي: ((له څلویښتو کلونو راهیسې د افغانستان جګړه روانه ده. د بې ثباته او خطرناک چاپیریال په پایله کې د بیکارۍ کچه ډیره لوړه شوې. حالات ورځ تر بلې خرابیږي. ډیری افغان کډوال ترکیې ته د ایران له لارې راځي. ))
دغه کډوال اوس په ترکیه کې د نوي ژوند پیلولو لپاره مبارزه کوي. اتلس کلن زبیح الله ویلي چې هغه له فاریاب ولایته، د پاکستان او ایران له لارو ترکیې ته په ۲۰۱۸ کال کې را رسیدلی. هغه اوس هره ورځ په دې لټه کې دی چې په تعمیراتي برخه کې دنده ومومي، په کوم کې چې ده ته د دولس ساعته کار په بدل کې یوازې ۱۲ ډالر ورکول کیږي. هغه ویلي: (( زه هره ورځ کار نشم موندلی. په مالي لحاظ له خپلې کورنۍ سره مرسته مې ارمان دی، خو تر دې وخته لا دا امکان نلري.))
په دې کاري قراردادونو کې استثمار یو معمول دی. ډیرو کسانو (balcanicaucaso) خبري اژانس ته ویلي، چې دوی ته ځینې وخت د کاري ورځې په پای کې پیسې نه ورکول کیږي. د نصیب په نوم یوه افغان کډوال ویلي: (( موږ تر ډیرو سختو شرایطو لاندې کار کوو او ځینې ورځې حتی خپل مزد نشو ترلاسه کولای.))
که چیرې دغه ناقانونه کډوال د ترکیې مقاماتو لخوا ونیول شي او ورته معلومه شي چې د پناه ورکولو وړ نه دي، دوی به بیرته افغانستان ته شړل کیږي. په ۲۰۱۸ کال کې انقرې او کابل یو تړون لاسلیک کړی چې له ترکیې څخه د ناقانونه کډوالو په زوره شړلو لپاره اسانتیاوې برابرې شي. د کډوالۍ د مدیریت لپاره د ترکیې لوی ریاست د معلوماتو له مخې، له (۳۱۰۰۰) ډير افغان کډوال د دې تړون په لومړي کال له ترکیې څخه په زوره شړل شوي. دا شمیره په ۲۰۱۸ کال کې د ټولو هغو کډوالو، چې له ترکیې څخه شړل شوي، له نیمايي زیاته برخه جوړوي.
افغان کډوال زبیح الله وايي: (( پولیسو تیره اونۍ زما ځینې ملګري ونیول. دوی لاړل؛ خو زه نه غواړم چې بیرته افغانستان ته لاړ شم. موږ خطر ته په زوره د بیرته ګرځیدو له ګواښ سره مخ یوو.)) که څه هم ترکیه وايي چې بیرته ګرځول رضاکارانه دي، خو د بشري حقونو ډلې، لکه د بخښنې نړیوال سازمان، ویلي چې په بیرته شړلو کې له تاوتریخوالي او زور څخه کار اخیستل کیږي.
TMP – 9/04/2019
عکس: Yavuz Sariyildiz / Shutterstock. ناپیژانده ښځې او سړي د زراعت په برخه کې د موسمي کارګرو په توګه په پټي کې کچالو راټولوي
دا مقاله شریکه کړي