له ۵۰۰ ډیر ناقانونه کډوال په ترکیه کې نیول شوي

د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۱۸مه او ۱۹مه له ۵۰۰ ډیر هغه کډوال نیول شوي چې د اروپا په لور یې د ناقانونه مهاجرت هڅې کولې.

د دې کډوالو غټه ډله په لویدیځ ولایت اډرین کې نیول شوې، چې له یونان او بلغاریا سره ګډې پولې لري. دلته امنیتي ځواکونو ۱۹۲ کډوال نیولي چې کوښښ یې کاوه له سرحدونو تیر شي. د دې کډوالو اکثریت د افغانستان، الجزایر، مراکش، د فلسطین د اشغال شویو سیمو، سوریې، بنګلادیش او پاکستان اوسیدونکي دي.

د ۱۰۱ ناقانونه کډوالو بله ډله چې دوه کښتیو کې وه، د ساحلي ځواکونو لخوا په لویدیځ ولایت ازمیر کې نیول شوې. دا کډوال ډیری د افغانستان، سوریې او عراق وو چې هڅه یې کوله له ترکیې څخه یونان ته واوړي.

ضمنا په ختیځ ولایت وان کې ژاندارم ځواکونو ۱۶۳ ناقانونه ک‌‌ډوال نیولي، دا خبره د ولایتي ژاندارم قوماندانۍ په یوه بیانیه کې راغلې ده. همدارنګه نورې وړې ډلې په ایډن، کیسیري، موګلا او ټیکرډاګ ولایتونو کې نیول شوي دي.

ترکیه په ستراتیژیکه توګه د آسیا او اروپا تر منځ پرته ده. دې موقعیت ترکیه د منځني ختیځ او اسیا هغو خلکو ته چې اروپا کې ځانونو ته خوندي ځایونه او اقتصادي فرصتونه لټوي، په یوې مشهورې لارې بدله کړې. ترکیه همدارنګه په نړۍ کې د کډوالو یوه ستره کوربنه ده چې نږدې څلور میلیونه کډوال پکې اوسیږي چې ډیری یې د سوریې، افغانستان او عراق خلک دي.

په ۲۰۱۶ کال کې اروپايي ټولنې ترکیې سره یو تړون وکړ چې اروپا ته د کډوالو جریان مدیریت کړي. د دې تړون له مخې، ټول هغه کسان چې له ترکیې څخه یونان ته اوړي بیرته به همدې هیواد ته رالیږل کیږي. د هر بیرته لیږل شوي سوریايي وګړي په بدل کې به یو سوریايي په اروپا کې ځای پر ځای شي، دا به  د ملګرو ملتونو د زیانمنوونکيو کسانو لپاره د غوره شوي معیار له مخې وي. همدارنګه ترکیې ته د کډوالو د جریان د مدیریت او ملاتړ لپاره پیسې ورکړل شوي.

که چیرې پناه غوښتوونکي خپل درخواستونه په ترکیه کې څیړي،نو دوی ته به د کوربتوب لپاره یو ښار وټاکل شي، دلته به تر هغې اوسیږي چې درخواستونه یې نه وي څیړل شوي.دا ځایونه معمولا له ښاري مرکزونو لري وي، لکه له استامبول او انقرې. که چیرې کډوال له ټاکل شويو ښارونو څخه د وتلو هڅه وکړي او ونیول شي، نو شړل کیږي به .

ترکیې همدارنګه پر هغو کډوالو کنټرول سخت کړی چې اروپا ته د تګ هڅې کوي. د ترکیې داخله وزیر ویلي دي چې په ۲۰۱۸ کال کې (268,000) بې اسنادو کډوال نیول شوي.

په زرګونو نیول شوي افغانان  شړل شوي او خپل وطن ته یې د شړلو لړۍ روانه ده. د بخښنې نړیوال سازمان په حواله،  د ۲۰۱۸ کال د جنوري او او اپریل په لومړیو کې ترکیې نږدې ( ۷۱۰۰) افغانان شړلي دي.  

TMP – 22/03/2019