د هغو کډوالو ویرونکې کیسې چې کوښښ کوي له انګلش چاینل څخه تیر شي

په شمالي فرانسه کې کډوال له انګلش چاینل څخه د تیریدو په موخه په مکرر ډول خپل ژوند په خطر کې اچوي.

یوې عراقۍ جوړې عزیز او مریم، بي بي سي ته ویلي چې دوی نږدې ۲۰ ځلې ناکامه هڅه کړې ده. سره له دې چې دوی بالاخره انګلستان ته رسیدلي؛ خو د ډوبلین مقرراتو له مخې کیدای شي بیرته فرانسې ته ولیږل شي.
دغه کورنۍ له خپلې  پنځه کلنې لور چیا سره د تیر کال په اکتوبر کې د فرانسې ډونکرک ته راسیدلې وه.

اصلا، دوی پلان درلود چې د انګلستان سواحلو ته په پړسول کیدونکې (ټوپي) بیړۍ کې سفر وکړي. قاچاقبرو دوی ته ډاډ ورکړی و  چې سفر به یې خوندي وي او دوی به یې تر هغې ملګرتیا کوي چې   د برتانیا اوبو ته رسیدلي نه وي.

عزیز ویلي: (( کله چې د انګلستان اوبو ته ورسیږې، نو دوی پولیسو ته غږ کوي، پولیس راځي چې  انګلستان ته ستاسو په رسولو کې مرسته وکړي، هر قاچاقبر دغه شی خبره کوي. ))

خو دوی د کښتۍ د سفر په اړه خپله مفکوره وروسته له هغې بدله کړه، کله چې یې د نورو کډوالو کورنیو ځورونکې تجربې واوریدې.

یوه ایرانۍ جوړه له خپلو دوه ماشومانو سره نږدې هغه وخت غرق شوي وو کله چې د دوی بیړۍ له حرکت څخه ۱۵ دقیقې وروسته چپه شوه. له دوی څخه یوه ماشوم ویلي: (( دا اوبه ډيرې سړې وې، ډیرې زیاتې سړې.زما پښې یخ ووهلې او دې کار به نږدې مړ کړی وم. ))

بله جوړه، سلیمان او سیري، وروسته له هغې په ساعتونو اوبو کې ایساره پاتې شوه، کله چې د کښتۍ ماشین خراب شو. بیړۍ له تیزابي سوختي موادو څخه ډکه شوې وه. سلیمان ویلي: (( زموږ پوټکی [جلد] سوزیده او ډير درد یې کاوه. )) ساعتونه وروسته دوی وژغورل شول او بیرته فرانسې ته واستول شول.

د خپلو ملګرو  ویرونکیو کیسو عزیز اړ کړ چې انګلستان ته د لارۍ په ذریعه د تګ پریکړه وکړي.

د هغه مور خپل کور په ۱۰۰۰۰ زره پونډه ګرو کړ چې دوی دا پیسې په عراق کې د قاچاقبرو شریکانو ته ورکړي.

دوی د مهاجرت په لاره کې  د ناکامو هڅو په جریان کې له ګڼو ستونزو سره مخ شول. ځینې وخت  لاریوو د انګلستان په ځای د اسپانیا او رومانیا په لور سفر کاوه. بل وخت به روزل شویو سپیانو دوی موندل. یو ځل خو آن په یخچالي لارۍ کې ځای پر ځای شوي وو چې د تودوخې درجه د زغم وړ نه وه.

بالاخره د ۲۰۱۹ کال د فبروري په ۱۶مه، دوی انګستان ته د ایرو تونل (Eurotunnel) له لارې ورسیدل، دوی د رومانیا په یوه لارۍ کې پټ شوي وو. کله چې موټروان ورته د کوزیدو اجازه ورکړه نو دا کورنۍ د خپلو خپلوانو لخوا د پولیسو سټیش ته ولیږل شوه چې د پناه غوښتنې لپاره درخواست وکړي. په هر صورت، د ډوبلین مقرراتو له مخې، دا کورنۍ به بیرته فرانسې ته ولیږل شي.

د ډوور بندر فضايي تصویر، له انګلش چاینل څخه را روانې بیړۍ ، دا په نړۍ کې ډیره بوخته سمندري لاره ده او  لویه برتانیا د اروپا له وچې سره نښلوي، بیړۍ عمدتا د فرانسې بندرونو کالایس او ډونکرک خواته ځي.

TMP – 27/02/2019

Photo: GLF Media/Shutterstock

 د ډور بندر عکس چې د انګلستان چینل څخه تیریږي کوم چی په نړۍ کې ترټولو مصروف ترینه سمندری لیار ده او بریتانیا او د اروپا ساحل په عمده توګه د فرانسې بندرونو لکه کیالس او ډنکیک سره نښلوي