د کالاس په بندر له هجوم وروسته ډیری مهاجرین ونیول شول

لږ تر لږه ۶۳ کډوال د کالاس د کښتیو په ترمینل کې له یوه منسجم حرکت وروسته چې غوښتل یې د ډوور(د انګلستان یوه بندرګاه) په لوري حرکت کونکې بېړۍ ته سپاره شي ونیول شول، فرانسوي مامورینو د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۳ نېټه وویل. په نیول شویو اشخاصو کې افغانان، پاکستانیان، اریتریایان، او سومالیایان شامل دي.

په دوهم مارچ ماښام ناوخته تقریبا ۱۰۰ کډوال د ساحې له خاردار سیم څخه تېر شول او په چټکۍ سره یې د بندر په لور حرکت وکړ تر څو هغه بېړۍ ته چې د انګلستان په لور یی حرکت کاوه، سپاره شي.

تقریبا ۵۰ په دې وتوانیدل چې ډي اِف ډي اس چلونکی کالاس سمندري لارې بېړۍ ته سپاره شي، کوم چې تازه له ډوور څخه رارسیدلې وه، لوړپوړي سیمه ایز چارواکي جین فیلیپ وینن فرانس خبري اژانس ته وویل. دې بېړۍ ۲۱۱ مسافر او ۷۵ نفر عمله راوړي وو.

پولیسو شاوخوا ۱۲ هغه کډوال چې د بېړۍ د دود د نل پاس سر ته ختلي وو تشویق کړل چې لاندې راشي.

دوه تنه کډوال سمندر ته وغورځېدل لکن ژر د اطفایی لخوا وژغورل شول، وینن وویل. هغه کډوال چې اوبو ته لویدلي وو یو څه سړو وهلي وه.

کډوالو د پیاده تلو لارې نه تېر شوي وو کومه چې عموماً د کارکوونکو لخوا استفاده کیده او زه مطمئن یم چې هغه ځای  پوښل شوی او د تېرې شپې عملیات د انساني قاچاق کوونکو لخوا طرحه شوي وو. د بندرګاه ساتونکي جين مارک پوزیسو خبریالانو ته وویل.

راپورونه وايي چې ګونکوسو د کډوالو عجله زیاته کړې تر څو د اروپایي اتحاديې څخه د برطانیی د وتلو څخه مخکې ځان ورسوي. چارواکي اندېښمن دي چې دا عجله به سبب شي چې قاچاقبر او کډوال نوې تاکتیکونو ته رجوع وکړي.

د برطانیې حکومت لخوا د اروپایي اتحاديې نه د وتلو وروسته د پناه غوښتنې او یا د مهاجرت تګلارې په اړه هېڅ تایید شوي تغیرات نه دي اعلان شوي. همدارنګه، هغه څوک چې برطانيې ته رارسیږي، په ډېر احتمال بیرته فرانسې ته ستنول کیږي، د ډبلن قانون په اساس، د اروپایي اتحادیې هغه قانون چې په معنی یی پناه غوښتونکي د هغه اروپایي اتحایې هیواد مسؤلیت دی چې لومړی ترې تېریږي. د ۲۰۱۹ په جنوري برطانیی هغه کډوال بیرته فرانسې ته ستنول شروع کړل چې په غیرقانوني توګه برطانیې ته رسیدلي وو.

دا عادي کار نه ده چې ۱۰۰ کډوال د بندرګاه په څېر یوې محفوظې ساحې ته لکه د غیرقانوني توګه داخل شي. د کالاس ښاروالې نتاشا بوشارت وویل.

د حادثې له وجې حد اقل دوه بېړیو باید په سمندر کې انتظار کړی وو مخکې له دې چې د درولو اجازه ورکړي ځکه چې ترافیک تر سهر پورې ځنډول شوی وو.

دا واقعه یوه ورځ له هغې وروسته واقع کیږي چې د فرانسې يوې محکمې ۳ تنه د کډوالو قاچاقبر په بند محکوم کړل. د فرانسې خبري اژانس په خبر ۳۲ کلن عراقي قاچاقبر، د ډلې مشر ګڼل کیږي، د فرانسې د شمالي ساحل پرتې سیمې، بولآن، د یوې محکمې لخوا په ۱۸ میاشتو بند محکوم شو. د هغه دوه ملګري، دیرش کلن ایرانی او ۳۹ کلن عراقی، هر یو په یو کال بند محکوم شول او درې واړو د فرانسې خاورې ته په داخلیدو بندیز ولګیده.

TMP – 09/03/2019