اریټریایي مهاجران انګلستان ته د ننوتنې په لټه کې راګیر شول

د مهاجرانو یو ۱۸ کسیزه ډله په داسې حال کې ګیر شوه چې غوښتل یې د یو لاري موټر په ټرېلر کې د ۱۳۹۷ کال د کب میاشتې په ۲۲ نېټه د انګلستان خاورې ته د ننه شي. دا مهاجران په یوه آلماني لاري موټر کې د کېنټ پر لویه‎لارې د څار پر مهال وموندل شوه.

د کېنټ پولیسو ته د ۱۳۹۷ کال د کب میاشتې په ۲۲ نېټه په دې اړه خبرتیا وړاندې شوې وه چې «یو شمېر خلک د یوه لاري په ټرېلر کې د لنډن ام ۲۶ پر لویه‎لارې په غیرقانوني توګه سفر کوي».

د پولې ځواک ویاند وویل: «۱۸ کسان، ۱۱ نارینه، شپږ ښځېنه او یو ماشوم، چې ځانونه یې د ارېټریې هېواد اتباع معرفي کړي وه، د مهاجرینو ادارې ته وسپارل شوه. د مهاجرانو تر منځ ماشوم د روغتیایي پاملرنې لپاره د عامې خدمتونو څانګې ته وسپارل شو»، هغوی زیاته کړه «د یاد شوي کسانو قضیه د انګلستان هېواد د مهاجرت قوانینو سره سم څېړل کېږي».

سږ کال، په غیرقانوني توګه انګلستان هېواد ته د ننه کېدنې پر مهال د اریټرې مهاجرانو د لاسنیوی نورې قضیې هم ثبت شوي دي.

د مرغومې په میاشتې، د اریټرې، سودان او ایتیوپیا هېوادونو څخه د مهاجرانو یو ۲۷ کسیزه ډله د یوه لاري موټر تر شا انګلستان هېواد د ننه کېدنې پر مهال ګیر شوه. د سټافورډشایر پولیس وویل دا موټر سټاک-آن رود ته نږدې په داسې حال کې چې خبرتیا وړاندې شوه وه چې «د یو شمېر خلکو ځانونه په خطر کې دی» وموندل شو.

د معاونیت یوه چارواکې، نېک بېکر وویل: «موږ د معلوماتو سره سم لټه درلوده ترڅو د هغو خلکو ځانونه وژغورو چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی نو ځکه زموږ لپاره ډېره اړینه وه چې غوره او سم اقدامات ترسره کړو»، هغوی زیاته کړه: «د دې موټر ډرېور، ۴۲ کلن سړی چې کوم کره آډرس یې نه درلود، انګلستان هېواد ته د ناپېژندل شويو کسانو د غیرقانوني مهاجرت امکاناتو د برابرونې په جرم بندي شو».

انګلستان هېواد ته د انسانانو قاچاق ډېرې ګرانې جرمانې او د حبس جزا په لړ کې لري. د ۱۳۹۷ کال د کب میاشتې کې، د انګلستان یو لاري چلوونکی په داسې حال کې په ۱۲۰۰۰ پاونډ جرمانې محکوم شو چې ۲۰ تنه مهاجران د هغه په موټر کې سپاره ول. د ۱۳۹۷ د سلواغې میاشتې کې، د یوه سازمان‎ورکړل شوي جرمي ډلې ۶ کسان، د انګلستان خاورې ته یوې بېړۍ په ذریعې د ویټنام هېواد د ۴ مهاجرانو د قاچاق په تور په ۲۷ کاله حبس محکوم شول. همدارنګه، د ۱۳۹۷ کال د وږې په میاشتې، د قاچاق‎وړونکو یو ۷ کسیزه ډله، د انګلستان کانال له لارې د مهاجرانو د لېږد په تور په ټوله‎ییزه توګه ۴۸ کلونو بند محکوم شول.

د ډبلېن د مقرراتو سره سم، په داسې حال کې چې مهاجران باید لومړني اروپایي هېواد ته د رسېدنې سره سم د پنا‎ه‎غوښتنې وړاندیز وکړي، زیاتره هغه مهاجران چې بریالي کېږي ځانونه انګلستان ته ورسوي، امکان لري بېرته فرانسې ته ولېږدول شي.

د فرانسې هېواد هغه مهاجران بېرته غونډوي چې معلومات یې په هر بل اروپایي هېواد کې ثبت شوي وي. د اروپا بیومټریک سیسټم چې د یوروډک په نامه یادېږي، د مهاجرت ادارو سره مرسته کوي تر څو پوه شي چې یو مهاجر وړاندې له دې نه کوم بل اروپایي هېواد کې د پناه‎غوښتنې وړاندیز او یا د اروپایي هېوادونو تر منځ په غیرقانوني توګه سفر ترسره کړی او که نه.

هغو مهاجرانو چې په ۱۳۹۷ کال کې د فرانسې څخه د کانال له لارې انګلستان ته سفر کړی د سږ کال راهیسې بېرته استول شوي. دا بهیر د انګلستان کانال له لارې د مهاجرانو د قاچاق فعالیتونو د زیاتوالې سره سم پیل شو.

TMP – 03/04/2019

انځور: پاول مارټین / شټرسټاک. د ډوور بندر د لاریانو څېړنې بهیر