اور په انقره کې نږدې پنځه افغان کډوال ووژل
لږ تر لږه پنځه افغان کډوال هغه وخت ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول چې یوې درې پوړیزې ودانۍ اور واخیست. دا پیښه د روان میلادي کال د مارچ په ۲۹مه، رامنځ ته شوه.
د ترکیې ولسمشر طیب اردوګان ویلي چې د اوسیدو لپاره غیر مناسبه او له کاره وتلې دغه ودانۍ د کډوالو لخوا د سرپناه په توګه کارول کیده. د انقرې والي واسیپ شاهین ویلي چې څیړنې روانې دي چې د اور لګیدنې علت معلوم کړي.
د اور له ځایه اخیستل شوي عکسونه ښيي چې ودانۍ سوزیدلې او توره اوښتې او کړکۍ یې ماتې شوي دي. اور وژوونکي، پولیس افسران او د بیړنیو مرستو ډلې په سیمه کې دي چې پلټنه وکړي، نجات ورکړي او او خرابي معلومه کړي.
مقاماتو ویلي، چې دوی به د وژل شویو کسانو شمیره معلومه کړي او ممکن ځاني زیان لوړ شي. د (Daily Sabah) خبري اژانس په حواله، ښاروال الټنډاګ (Altindag) ویلي هغه سیمه چې دا ودانۍ پکې وه، د ښاري بدلون سیمې په توګه ډیزاین شوې وه. یعنې دا چې زاړه او له اوسیدو وتلي تعمیرونه به د وخت په تیریدو له منځه وړل کیدل او د اوسیدو او سوداګرۍ لپاره به یې پر ځای نوې ودانۍ جوړیدلې. دغه شان ودانۍ ډیری وخت مخکې له تخریبه په ناقانونه توګه د خلکو لخوا نیول شوي وي.
یوه ځايي اوسیدونکي بوراک برهان بیکیلي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دا ودانۍ د افغان کډوالو او پناه غوښتوونکیو لخوا د یوې سرپناه په توګه کارول کیده. همدارنګه له دې ودانۍ څخه د هغو ټولو شویو ناکاره کاغذونو د ګودام په توګه استفاده کیده چې بیا پلورل کیدل. هغه ویلي چې ممکن دا اور لګیدنه د بریښنا د شارټۍ له کبله وي.
هغه ویلي: (( دا کډوال وو. غریب خلک زموږ په وطن کې اوسیږي ځکه چې په افغانستان کې جګړه ده. دا خلک باید په یوه طریقه خپل ژوند وساتي نو ځکه دوی زموږ وطن کې سرپنا لټوي. ولې یو څوک له ډیرانه کاغذونه ټول کړي، که چیرې یې لامل فقر نه وي؟ ))
له افغانستان څخه په سلګونه زره زیانمنوونکي ناقانونه کډوال، غواړي چې په ترکیه کې وه اوسیږي. ډیری دلته د دندو په لټه کې دي او یا دې ته منتظر دي چې اروپا ته لاړ شي. دغه زیانمنوونکي کډوال ډیری وخت په بدو شرایطو کې ژوند کوي، چې د ژوند کولو محدود فرصتونو ته لاسرسی لري.
TMP – 9/04/2019
عکس: اناډولو خبري اژانس. په اسکیټلر اټا صنعتي زون کې له اور لګیدنې وروسته درې پوړیزه ودانۍ
دا مقاله شریکه کړي