له ناقانونه کډوالۍ سره د مبارزې لپاره نوې پرېکړه

د اروپايي ټولنې مشرانو په ډاګه کړې چې له کډوالۍ سره د پراخې مبارزې لپاره به په یوه تړون سره سلا شوی، دا کار  د بلجیم په پلازمینه برسلز کې د اوږدې ناستی وروسته وشوي.

د شپې له هغه نهه ساعته بحث وروسته چې د جون د ۲۷م سهار په څلور نیمو بجو پای ته ورسید، مشرانو وویل چې دوی یوې داسې نوې هوکړې ته سره رسیدلي، چې په اروپا کې د کډوالو د ناورین پر وړاندې مبارزه وکړي.   

د قانع کوونکیو غوښتنو د پوره کولو لپاره به اروپايي ټولنه داسې ګامونه واخلي چې د ایټالیې بوج سره وویشي، په دې توافق وشو چې د کنټرول مرکزونه به په ټوله اروپا کې وي چې د پناه غوښتنې پروسه چټکه کړي. دا مرکزونه به د پروسې چټکوالی او خوندیتوب یقیني کړي چې اقتصادي کډوال (هغوی چې پیسو ګټلو لپاره ځي)  له واقعي کډوالو جلا کړي، د کومو لپاره چې د یووالي اصول غوښتل کیږي.

 رد شوي پناه غوښتوونکي به له همدې مرکزونو راساً شړل کیږي. دا مرکزونه به په هغو هیوادونو کې پرانیستل کیږي چې په رضا کاره توګه یې کوربتوب غواړي.  

د فرانسې ولسمشر ایمویل مارکون (Emanuel Macron)  وايي: (( موږ د ذمه وارۍ او پیوستون تر منځ ښه تعادل رامنځ ته کړی.))

د اروپايي ټولنې ځینې غړي له دې وړاندې د کډوالو د ځای په ځای کولو له سیستم سره مخالف وو، دوی په ټاکل شوې شمیره د کډوالو منل رد کړي وو؛ خو د غونډې ګډونوالو په ډاګه کړه چې په اروپا کې د واقعي کډوالو ځای په ځای کول به داوطلب  بڼه ولري.

د هغې اعلامیې پر اساس چې د اروپايي ټولنې د ۲۸ مشرانو لخوا په ګډه صادر شوه، د پناه غوښتوونکيو حرکت به په اروپا کې محدود وي، دا د دې لپاره چې د جرمني په څير هیوادونو باندې بوج راکم شي. په دې هم توافق وشو چې حکومتونه به ټول هغه قانوني او اداري اقدامات کوي چې کډوال د اروپا له بندرونو تیریدو او د ځای په ځای کیدو لپاره د یوه هیواد له انتخاب څخه منع کړي.

ایټالیا، هغه هیواد چې عمدتا د افریقايي وطنونو  د سلګونه زره کډوالو د رارسیدو نقطه ده، د دې توافق هرکلی کړ. د دغه هیواد لومړي وزیر جوسییپ کونټی (Giuseppe Conte) ویلي: (( موږ قانع یوو.))  دغه وزیر پخوا ګواښ کړی و چې که د ایټالیا قناعت حاصل نشي، دا تړون به رد کړي. هغه وویل: (( دا اوږده مذاکره وه، خو له نن ورځې وروسته به ایټالیا یواځې نه وي.))

ترکیه به درې میلیارده نور ایرو ترلاسه کړي چې د سوریې د هغو کډوالو کوربتوب ته ادامه ورکړي، کوم چې له اروپا څخه را ګرځول کیږي. د یوه اعشاریه دوه میلیارده ایرو بودجه لږ ده د اروپايي ټولنې د مشرانو د اعلامیې له مخې دوی به په افریقا کې خصوصي پانګونه لاپسې زیاته کړي.  

مشران په دې سلا شول چې د اروپا د پرمختګ له بودجې څخه به (۵۰۰) میلیونه ایرود افریقا لپاره د اروپا بودجې   ته انتقال شي دا د دې لپاره بیلې شوې وې چې اروپا ته د افریقا د لویې وچې څخه د کډوالو د راتګ لاملونه په ګوته شي.  

اروپايي ټولنه همدارنګه غواړي چې د  ،، ساحوي تخلیې چوکاټ جوړ کړي،، دا به د اروپا له بندرونو خارج وي،ممکن د شمالي افریقا په هیوادونو کې وي، په دې توګه به هغه کډوال مخکې له دې چې د افریقا د مدیتراني سواحلو ته را ورسیږي، ودروي.  دا مراکز به اروپا کې د پناه غوښتنې درخواستونه څیړي او هڅه به کیږي چې هغه انګیزه له منځه یوسي د کومې له مخې چې د مدیترانې سمندر له لارې ډیر خطرناک سفر ته زړه ښه کیږي او دا به د کډوالو او انساني قاچاقبرو سوداګري ماته کړي.

TMP – 06/08/2018