د جرمنیانو تر منځ د کډوالۍ ضد جذبات په لویه کچه ډیر شوي
د کډوالۍ ضد جذبات په جرمني کې یو معمول دی. دا خبره د یوې نوې سروې لیکوال کړې ده. دا سروې کیڼ اړخي بنسټ فریدریچ ایبرت (Friedrich Ebert Foundation) خپره کړې ده.
په جرمني کې ښي اړخه ولسي شعاري سیاست چې یو وخت په اروپا کې دکډوالو په هرکلي کې مخکښ و، اوس هسې نه دی. د جرمني خبري اژانس (DW) په یوه راپور کې څیړونکیو ویلي: ((اوس له مرکزیته دموکراتیک فکر مخ په ختمیدو دی.))
د دې څیړنې له مخې، له ټول جرمني څخه ۵۴.۱ سلنه خلک ،چې د سروې پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړي، د کډوالو او پناه غوښتوونکیو په اړه منفي نظر لري. دا د ۲۰۱۴ کال له سروې څخه ۱۰٪ ډیروالی ښيي، هغه مهال ۴۴٪ د کډوالو او پناه غوښتوونکیو په اړه اندیښنه ښودلې وه. د فیډریک ایبرت بنسټ (Friedrich Ebert Foundation) له ۲۰۰۲ کال راهیسې، په جرمني کې د ښي اړخي ګوند د افراطیت په هکله راپورونه خپروي.
دا سروې د بیلیفیډ پوهنتون (Bielefeld University) د یوه څیړنیز ګروپ لخوا تر سره شوې ده. دوی د ټول جرمني په کچه له (۱۸۹۰) ګډونوالو سره د ۲۰۱۸ د سپتمبر او د ۲۰۱۹ د فبرورۍ ترمنځ، مرکې کړي دي. له دې څیړونکیو څخه د ویلهم بیرګان (Wilhelm Berghan) په نوم یوه تن ویلي؛ چې ډیری مرکه کوونکیو ډموکراسي او د ډموکراسۍ ارزښتونو ته درناوی درلود، دوی همدارنګه د ولسواکۍ ازادې مفکورې درلودې او پناه غوښتونکیو ته یې په منفي نظر کتل.
په ۲۰۱۵ کال کې چې د کډوالو د بحران اوج و، (۸۹۰۰۰۰) پناه غوښتوونکي په جرمني کې ثبت شوي وو.د افغان کډوالو شمیره د درېیو هغو اتباعو په منځ کې وه، چې تر ټولو لوړ تعداد یې و. دوه نور لوړه شمیره لرونکي اتباع د سوریې او عراق وو. له دې وروسته دا شمیره راښکته شوه. په ۲۰۱۷ کال کې یوازې ۱۸۷۰۰۰ کسان ثبت شوي وو.
څیړنې همدارنګه ښودلې چې د کډوالۍ ضد رویه په پخواني ختیځ جرمني کې د اوسیدونکیو ښاریانو ترمنځ ډیره ده. شاوخوا ۶۳٪ دغه شان رویه درلوده او دا فیصدي په لویدیځ جرمني کې ۵۱٪ وه.
راپور همدارنګه زیاته کړې چې، سره له دې چې په هیواد کې د پناه غوښتنې لپاره درخواستونه کم شوي؛خو د تبعیض کچې (د کډوالو په اړه) وده کړې. تقریباً له پنځو څخه یو جرمنی د خارجي کډوالو په اړه منفي نظر لري او په همدې شمیره د مسلمانانو پر وړاندې هم منفي نظر شته.
دې سروې ته په غبرګون کې د جرمني کورنۍ وزیرې فرانزیسکا ګیفي (Franziska Giffey) ولسواکۍ ته د ودې ورکولو او د مدني ټولنې د پیاوړي کولو غوښتنه کړې. هغې ویلي: (( په دوامداره توګه د غیر انساني او ډموکراتیک ضد رویه خپلول د اندیښنې وړ ده.))
TMP – 14/05/2019
Photo credit: franz12 / Shutterstock
Photo caption: د کډوالو یوه دوستانه کورنۍ د مونیخ په کوڅه کې قدم وهي
دا مقاله شریکه کړي