سویډنۍ محصلې د افغان پناه غوښتوونکي له شړلو مخنیوی وکړ
یوې ۲۲ کلنې سویډنۍ محصلې او فعالې، د یوه الوت مخه ونیوله، دا کار یې د اعتراض په توګه د هغه افغان کډوال د شړلو پر وړاندې وکړ چې په همدې الوتکه کې لیږل کیده.
ایلین ارسون (Elin Ersson) چې د سویډن په ګوتمبرګ پوهنتون کې زدکړې کوي وايي چې هغې د همدې ښکاره موخې لپاره یو ټکټ واخیست چې الوتکه کابل ته له الوت څخه منع کړي.
په الوتنه کې ایلین په خپل موبایل یوه احساساتي ویډیو ډکه کړې؛ په کومه کې چې هغه وايي: (( زه اوس په الوتکه کې یم، او دلته یو څوک دی چې افغانستان ته شړل کیږي، چیرته چې جګړه ده او ډیره ویره شته چې هغه هلته مړ شي. په الوتکه کې ناست خلک غواړي له ما د فلم اخیستو په مهال موبایل واخلي، په کوم کې چې زه یوازې له خپل ځانه فلم اخلم. دوی مې ټیله کوي او کوښښ کوي چې ما لري کړي
زه چې څه وایم هغه دا دي چې زه به تر هغې کیننم تر څو چې دا سړی له الوتکې ښکته نشي، ځکه هغه به ووژل شي او پیلوټ حق لري چې ووايي چې اجازه ورنکړل شوه چې الوتکه کې پاتې شي او هغه وخت به راضي شم چې هغه په الوتکه کې نه وي .))
د الوتکې خدمه کوښښ کوي چې له هغې موبایل واخلي او یو څوک پرې چیغې وهي چې کینه، خو ارسون یې نه مني. هغه وايي: (( زه به ټول هغه څه وکړم چې د شړلو مخه ونیسم او بیا به د دې ځای ( الوتکې) اصولو ته غاړه کیږدم. دا په ټوله مانا قانونی کار دی او زه د جرم مرتکبه کیږمه نه. ))
ارسون د ترکیې هوايي چلند دغه الوتکه د سویډن له ګوتمبرګ ډګر څخه د ترکیې استانبول ته تر هغې له پروازه منع کړه چې ۵۲ کلن افغان له الوتکې څخه راښکته شو. ارسون، افغان شړل کیدونکی سړی او درې امنیتي کسان له الوتکې پاتې شول.
په هر صورت، سویډني چارواکيو وروسته وویل چې دا افغان سړی شړل کیدو والا و او هماغه وخت بیرته کابل ته شړل شوی. سویډني مقاماتو همدارنګه ویلي چې دا فعاله ( ایلین ارسون) به تر شپږو میاشتو بندي شي ځکه چې د پولیسو حکم یې رد کړی.
دا شړل شوی افغان اسماعیل خاوري نومیږي او وروسته له هغې چې بیرته کابل ته ولیږل شو، ډویچه ویلې ورسره کابل کې مرکه کړې. خاوري وايي چې دا ایلین ارسون نه پیژني، خو غواړي د هغه څه په اړه چې هغې و کړل، ترې مننه وکړي.
خاوري وايي چې په سویډن کې له څلورو کلونو راهیسې اوسیده؛ خو سویډني ژبه یې نه وه زده کړې. هغه زیاته کړه: (( زه ناروغ وم او عصبي ناروغي لرم. زه به ډیری وخت داخل د کور ( د پناه غوښتونکیو مرکز) کې وم. نو ځکه مې سویډني زده نشوه کړای. معمولا ډاکټرانو په کور کې کتلم.))
د ګارډین په حواله، د سویډن د کډوالو اداره وايي، چې دا خوندي کار دی چې هغه افغان پناه غوښتوونکي بیرته افغانستان ته ولیږل شي چې پناه غوښتنه یې رد شوې.
تیر کال د سويډن سرحدي پولیسو( ۱۲۵۰۰ ) کسان وشړل، د شړونکیو شمیر سږ کال لوړ شوی.
TMP – 18/08/2018
دا مقاله شریکه کړي