د ناقانونه کډوالۍ خطرونه

قاچاقبر ممکن کوښښ وکړي چې تاسو قانع کړي چې د هغې مرستې په بدل کې ورته پیسې ورکړئ، چې تاسو د کښتیو،  ریل ګاډي، موټر او لاریو په ذریعه انګلستان ته رسوي. خو دا سفر به ډیر زیات خطرناکه وي. موږ دلته تاسو ته د ځینو دغو خطرونو نچوړ را غونډ کړی.

که چیرې تاسو د دې خطرونو په اړه اندیښمن یئ، له موږ سره همدا نن اړیکه ونیسئ چې تاسو ته د خپلو انتخابونو په اړه ډیر څه پیدا کړو او مرسته ومومئ. 

قاچاقبر عموما وړې کښتۍ کاروي کومې چې له انګلش چاینل څخه د تیریدو لپاره مناسبې نه دي. د انګلستان او فرانسې تر منځ د اوبو دغه لاره د نړۍ له ډیرو بوختو لارو څخه ده. قاچاقبر عموما دغه لاره د شپې یا سهار وختي وهي؛ دا وخت حالت په ځانګړې توګه  ډير سخت وي. ځینې کډوال همدارنګه کوښښ کوي چې له بیړیو بیرون لامبو ووهي، خو دا ډيره خطرناکه ده ځکه چې اوبه ډېرې سړې دي او څپې قوي دي.

د ۲۰۱۸ په دسمبر کې، برتانیا او فرانسې موافقه وکړه چې په انګلیس کانال کې څارنه وکړي او د قاچاق شبکو له مینځه وړلو لپاره ګامونه پیاوړي کړي. له هغه وخته، برتانوي حکومت د هوا او کشتۍ له لارې د کانال څارنه اعلان کړه او په ساحلونو کې یې ګزمه ډیره کړه..

په عین وخت کې، فرانسې په “نورډ” او “پس-ډی-کالاس” کې یو عملی پلان پیل کړ چې په کې د “بولوني-سُر-میر او کالاس” بندرونو د څارنې پیاوړتیا او امنیتي تدابیر شامل دي، همدارنگه په ساحلونو او د سمندر پر نورو غاړو باندې چېرې چې قاچاق وړونکي او کډوال د وړو کښتیو لخوا حرکت وکړي. ځایی اوسیدونکي هم ډیر محتاط شوي دي او لارښوونه ورکول شوې چې د شکمن کار په لیدو سره دې پولیس سره په تماس شي.

که هڅه وکړئ چې  په لارۍ او موټر کې پټ شې، یا په کښتۍ او ریل ګاډي کې پټ شئ؛ نو بیا به هم د پولیسو لخوا ونیول شئ. د برتانیا چاراکي د هغو کسانو لپاره چې په وسایطو کې پټیږي،  ډير سخت پروسیجر لري.دوی پرمختللې ټکنالوژي لري چې په یوه ساعت کې ۲۵۰ وسایط کتلی شي. دوی همدارنګه د هغو موټر چلوونکیو لپاره درنه جریمه ټاکلې، چې ناقانونه کډوال هیواد ته را د ننه کوي.

که چیرې کوښښ وکړې چې د ایرو تونل له لارې سفر وکړې؛ نو ستا د موندلو، د ریل ګاډي د وهلو  او د بریښنا د نیولو خطر شته. که ولیدل شوې، نو نیول کیږې. د تونل د ننه، بیرون او شاوخوا څارنه ډیره پیاوړې ده. دلته له ۴۰۰ ډیرې امنیتي کیمرې دي، څو میله د لوړ امنیت لرونکی اغزن سیم دی او کسان هم شته چې له سیمې څارنه کوي. ریل ګاډی په تونل کې په یوه ساعت کې د سل میله په سرعت رفتار کوي، دلته  د بریښنا د شارټۍ له کبله د هغو کډوالو د وژنې قضیې شته چې غوښتل یې دغه سفر وکړي.

قاچاقبر کډوالو ته غلط معلومات ورکوي. د دوی ډیره پاملرنه د کډوالو پر ځای خپلې ګټې ته وي. دوی کډوالو ته قناعت ورکوي چې ګوندې ناقانونه سفرونه له هغې اسانه دي کوم چې په واقعیت کې دي، نو په همدې توګه قاچاقبر له کډوالو ډیری پیسې اخلي. خو له خوندیتوب څخه ناخبري، قانوني بدیل د کډوال لپاره  کیدای شي په لوړ قیمت تمام شي؛ لکه توقیف کیدل، قرض او استثمار.

هغه مهاجرین چې انګلستان ته رسېږي اکثرا مجبور دي چې د قاچاق وړونکو د پورونو د ورکړې لپاره د هغوی غلامي وکړي. پدې کې فحاشي یا د کورني خدمتونو مريي توب شامل دي

ښځینه کډوالې د تیریو او استثمار د خطر په لوړ حد کې دي. د دې لپاره چې له دې خطرونو وژغورل، میرمنې غواړي چې له نارینه کډوالو څخه ځانونه ډیر لرې کړي. ستونزه دا ده چې دوی ډیر خپل ځانونه تجریدوي، نو د خوندیتوب، د ناقانونه کډوالۍ د بدیل په اړه مهم معلوومات لږ ترلاسه کوي.

ښځې د جنسي ناوړه استفادې لپاره لا زیاتې زیان منونکي دي او بعضې وخت د فحاشۍ لپاره هم مجبورې کېدای شي. د غیر قانوني مهاجرت سفر په دوران، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی هم لوړ دی. د غیرقانوني مهاجرینو په توګه، دوی خپل حق نه خبر نه دي او عموما هڅه کوي پولیسو ته مخه ورنکړي. حتی که دوی دوی بریتانیا ته هم ورسیږي، دوی زیاتره وخت د قاچاقبرانو د شبکو پوروړي وي او له دوی څخه ناوړه ګټه اخېستنې ته دوام ورکوي

که له دغو  خطرناکو لارو حتی انګلستان ته هم ورسیږې، نو د دې غټ امکان شته چې ونیول شې او له رسیدو سره سم بیرته وشړل شې. که چیرې د پناه غوښتنې د درخواست وړ اوسې، نو ته باید د ډوبلین د قانون له مخې  دا کار هغه اروپايي هیواد کې وکړې چې لومړی ورته داخل شوې یې. د دې قانون له مخې د پناه غوښتونکي مسوولیت د هغه اروپايي هیواد تر غاړې دی چې دی ورته په لومړي ځل داخل شوی وي. نو که چیرې د پناه غوښتنې درخواست وکړې، نو انګلستان به دې بل اروپايي هیواد ته وشړي.

که چیرې ته د پناه غوښتنې د درخواست مستحق نه یې، نو انګلستان به دې بیرته خپل هیواد ته ولیږي. که چیرې د پناه غوښتنې درخواست دې رد شي او ته په رضاکاره توګه وطن نه پریږدې، نو د انګلستان د کډوالۍ په اړه قانون تطبیقونکی ځواک به دې، هر وخت چې وغواړي،  په زوره وشړي.

هغه ناکامه پناه غوښتونکي چې په رضاکارانه توګه یا جبري توګه هم بیرته نه ستنیږي، په انګلستان کې په ناقانونه توګه پاتې کیږي. دوی د ملاتړ، روغتیایي پاملرنې یا نورو ګټو مستحق نه دي، او که چېرته کار وکولای هم شي نو په غیرقانوني توګه به وي. دا له دوی څخه ناوړه ګټې اخېستنې ته لاره برابروي او په راتلونکي کې يې د قانوني مهاجرت غوښتنو امکانات کموي

د اروپايي ټولنې د قانون له مخې، ناقانونه کډوال مخکې له دې چې وشړل شي، ممکن تر ۱۸ میاشتو پورې بندي شي. په ۲۰۱۷  کال کې نږدې ۴۷۰۰۰ کسان په فرانسه کې بندیان شوي وو. د فرانسې په توقیف خونو کې ډیری وخت ګڼه ګوڼه وي او د زندانونو يه څیر امنیت یې نیول کیږي،  بیرون فضا ته لاسرسی ډیر محدود وي او د تفریح لپاره ډیر لږ چانس وي.

انګلستان هم د کډوالو توقیف خونې کاروي. دوی په اروپا کې یوه لویه توقیف خانه لري چې دلته په ۲۰۱۸ کال کې  نږدې ۲۹۰۰۰ کسان د کډوالۍ د مربوطه قضیو په اړه بندیان وو، چې ۱۳۰۰۰ پناه غوښتونکي او ۴۲ نا بالغه کسان پکې هم شامل وو. له دې کډوالو څخه ډیری به بیرته خپلو هیوادونو ته  او یا هغو هیوادونو ته وشړل شي چې دوی لومړی ځل ترې را تیر شوي، په کومو کې چې دوی د پناه غوښتنې درخواست کولای شو. دلته ډیر شکایتونه شته. دا شکایتونه د لنډ مهاله توقیف په اړه دي چې په دې کې د رڼا کموالی، د هوا د کمزورې تصفیې، کم خوبۍ او حمام ته د لږ لاسرسي په اړه دي.

شریک یی کړي

دوه فرانسویان له انګلش چاینل څخه د تیریدونکيو کډوالو سره د مرستې له کبله زنداني شول

دوه فرانسویان چې له ناقانونه کډوالو سره یې د انګلش چاینل څخه په تیریدو کې مرسته کوله، زنداني شول. له دغو دوو...
نور ولولئ

په سلګونو کډوالو د پاریس د یوه هوايي ډګر ترمینل کې د شړل کیدو پر وړاندې مظاهره وکړه

د فرانسې د پلازمېنې پاریس په یوه هوايي ډګر کې  په سلګونو ناقانونه کډوال راټول شوي وو چې د نورو نا قانونه...
نور ولولئ

د فرانسې ساحلي ځواکونو د هغو نهو تنو مخه نیولې چې له انګلش چاینل څخه د تیریدو هڅه یې کوله

د فرانسې ساحلي ځواکونو د یکشنبې ورځ د می په ۱۹مه، د هغې کوچنۍ بیړۍ مخه ډب کړه چې له انګلش چاینل څخه د تیریدو په...
نور ولولئ