المان په اروپايي ټولنه کې د کډوالۍ د ګډ سیاست غوښتونکی دی

یونان ته د ناقانونه کډوالو د ورتګ په ډېروالي سره، د المان د کورنیو چارو وزیرهورسټ سیوفرد اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو د کډوالۍ د ګډ سیاست د رامنځ ته کېدو لپاره له یوه بل سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.  نوموړي همدارنګه د ۲۰۱۵ کال په څېر د کډوالو د ډېر راتګ د تکرار په تړاو ګواښ وکړ او زیاته یې کړه: چې اروپايي ټولنه په دې کچې ډېر راتګ ته چمتوالی نه لري.

د ۲۰۱۹ کال د اکټوبر په ۸ مه د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو په لوکزامبورګ کې، اروپا او په تېره بیا یونان ته د ناقانونه کډوالو پر راتګ د بیاکتنې په اړه خبرې اترې وکړې.

سږ کال نږدې ۴۶۰۰۰ ناقانونه کډوال د سمندر له لارې یونان وردننه شوي دي  او تمه کېږي چې د سوریې په شمال ختیځ کې د اروپکو پرضد د ترکيې عملیاتو په پیل کېدو سره، ترکیه ګڼ شمېر ناقانونه کډوالو ته د سمندر له لارې یونان ته د تګ اجازه ورکړي.

د المان د کورنیو چارو وزیرهورسټ سیوفروویل: ” که ټول اروپايي هېوادونه خپل حال ته پرېږدو( له خپل ځان څخه د ملاتړ لپاره)، کله به هم د کډوالۍ ګډ اروپايي سیاست شتون ونه لري.” ” او که د کډوالو په اړه د اروپايي ټولنې ګډ سیاست شتون ونه لري، نو شونې ده چې په ټوله اروپا کې د نه کنټرول وړ کډوالۍ شاهد واوسو. موږ تر دې وړاندې د دې پېښې لیدونکی وو او نه غواړو چې دا پېښه بېرته رامنځ ته شي.”

یونان ته د ننوتلو وروستۍ شمیر، په ۲۰۱۶ کال کې د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ د شوې هوکړې د میاشتینۍ ننوتلو تر ټولو لوړه کچه ده. د دې هوکړې له مخې: اروپايي ټولنې د ترکیې له لارې یونان ته د ناقانونه کډوالو د ننوتلو د مدیریت لپاره ترکیې ته ۶ میلیارد یورو ورکړي. په همدې لړ کې، ترکیه په داسې حال کې چې د ۳ اعشاریه ۵ میلیون سوري کډوالو کوربه ده، شکایت یې کړی چې دغه ملاتړ بسنه نه کوي.

د اروپايي ټولنې نورو هېوادونو هم د سمندر له لارې د ناقانونه کډوالو د زغملو مسوولیت په غاړه اخیستی دی. هسپانیا روان کال کې د ۳۰۰۰۰ ناقانونه کډوالو په لرلو سره د ناقانونه کډوالو د منلو دویم هېواد دی، تر هغه وروسته ایټالیا د ۸۰۰۰ ناقانونه کډوالو ، مالټا د ۱۶۰۰ کډوالو او قبرس د نږدې ۸۰۰ کډوالو په لرلو سره، په نورو درجو کې ځای لري. دې ته په کتو سره قبرس تر فشار لاندې دی.

قبرس، یونان او بلغارستان په جلا سندونو کې ویلياروپايي ټولنه باید د مدیترانې په پراخه سیمه کې هغو هېوادونو ته ډېرې پیسې ځانګړې کړي، چې په کې ګڼ شمېر ناقانونه کډوال لېدل کېږي.

المان ویلي: دوی کولی شي چې د سیند له لارې ایټالیا ته د ننوتلو یو پر څلورمه برخه ناقانونه کډوال وزغمي.

د اروپايي ټولنې له ختیځې جبهې د مجارستان او لهستان له انکار سره سره له ۲۰۱۵ کال راهېسې په دې بلوک کې تشه رامنځ ته شوي.

ټول وزیران د ۲۰۱۹ کال د اکټوبر له ۱۷ ـ ۱۸ نیټې پورې بروکسل کې راټول شول څو ددې موضوع په اړه بحث وکړي.

TMP – 16/10/2019

د عکس کریډیټ: شاټرستاک/  وروریدیس واسیلیس

د عکس عنوان: ۲۰۱۹ د اپریل ۵یونان تسالونیکي: په سلګونه کډوال او پناه غوښتنونکي د ناپېژندو ټولنیزو رسنیو له بلنې سره سم راټول شوي، چې په پښو د یونان له شمالي پولو تېر شي او اروپا ته ورسیږي.