د فرانسې پارلمان د پناه غوښتنې د کړنلارې د چټکولو لپاره قانون تصویب کړ
د اګست په 1، د فرانسې پارلمان د پناه غوښتنې او مهاجرت قانون لایحه لاسلیک کړه، چې پکې د غوښتنې د بهیر اعظمي وخت له 120 ورځو څخه 90 ورځو پورې کم کړی..
لکه څرنګه چې د فرانس24 لخوا راپور شوی، دا قانون هغه وخت هم له یوولس میاشتو څخه شپږ میاشتو ته کموي چې پکې مهاجر د پناه غوښتنې ادعا کولی شي. دا قانون د هغو کسانو اخراج آسانوي چې ادعا یې رد شوې او د هغو کسانو منل چې قضیه یې بریالۍ شوې وي. برسېره پر دې، نوی قانون هغه موده دوه چنده، یعنې 45 څخه تر 90 ورځو پورې، کوي چې بهرني وګړي د بیرته ستنولو دمخه توقیف کیدای شي..`
ځینې سناتورانو هڅه کوله چې د قانون ځینې اړخونه سخت کړي، پداسې حال کې چې نورو غوښتل د هغه ماشومانو د توقیف موده باندې پنځه ورځې محدودیت ولګوي، چې کورنۍ یې بیرته ستنیدونکي وي. د بشري حقونو اروپایي محکمې د فرانسې غندنه وکړه چې هغه کډوالې کورنۍ چې کوچنيان لري د اوږدې مودې لپاره په نا مناسبو شرایطو کې توقیف کوي.
د پارلمان په وړاندې د وینا په ترڅ کې، د کورنیو چارو وزیر ګیرارډ کولمب وویل: “موږ ځان ته هغه لارې برابروو چې پرې د پناه غوښتنې حق خوندي پاتې شي چې، هغه څه چې ندي ترسره شوي ، په چټکه توګه تر پوښتنې لاندې راتلی شي لکه څرنګه چې بعضې ویره لري چې په یو شمیر اروپایی هیوادونه کې به تر سره شي.. “
په اروپا کې د کډوالو د بحران لومړني ورځې راهېسې، فرانسې او ایټالیا له اروپایي ټولنې څخه غوښتنه کړې چې په افریقا کې د پناغوښتې د خواست د پروسس مرکزونه جوړ کړي ترڅو د مدیترانیې سمندر په اوږدو کې د “مرګیني سفر” مخه ونیسي.د اروپایي اتحادیې اوسنی پناه غوښتنې قوانین د قبلولو مسوولیت په هغه هیواد اچوي کوم ته چې مهاجرین لومړی رسېدلي وي. د دې پالیسۍ په پایله کې، ایټالیا او یونان په ډیر جدي ډول اغیزمن شوي دي، که څه هم په وروستیو میاشتو کې اسپانیا ته د مهاجرینو رسیدلو کې خورا زیاتوالی راغلی.
TMP – 31/01/2019
دا مقاله شریکه کړي