فرانسوي پولیسو لخوا هره هفته ۲۰ عملیاتو د کالاس وضیعت خراب کړی

فرانسوي چارواکو خپلې هڅې تېزې کړي تر څو په کالس کې د کډوالو مؤقتي کمپونه پاک کړي، دوی هره اونۍ تقریباً ۲۰ اخراجي عملیات ترسره کوي. دا تصفیه کول کیدای شي مهاجرینو باندې فشار راوړي تر څو د وړو کښتیو پواسطه انګلستان ته د رسېدو کوښښ وکړي.

د انګلستان یوې ورځپاڼه، ګارډین، د بشري حقونو کتونکو او لاوبرج ډس مایګرنټ، هغه ادارې چې په کالاس کې د کډوالو حالات ثبتوي، د یو راتلونکي راپور په حواله کولو سره وویل، چې راپورونه دا روښانه کوي چې د نومبر ۲۰۱۷ او نومبر ۲۰۱۸ ترمنځ، پولیسو په کالاس کې د ۳۹۳ کیمپونو د خالي کولو عملیات ترسره کړي دي. شاوخوا ۱۵۵ د دغو تصفیوي عملیاتو له جملې سږکال د روان کال د اکتوبر او سپتمبر تر منځ پیښ شوي، دا هغه شمیره ده چې د اوړي په پرتله اوه ځله لوړه ده..

دې دوامداره ویستلو لړۍ ۱۵۰۰  کډوال- چې ډیری یې ځوان افغانان، ایرریتان یا سوډانیان دي- بې سرپناه او بې سهولیاتو پرېښي. ډیری یې اوس د پلونو لاندې او یا په ځنګل کې ویده کیږي.

دې راپور په کالاس کې د کډوالو شهادتونه سره یوځای راغونډ کړي چې هغه خطرناک شرایط په ګوته کوي چې دوی پکې قرار لري. هلیبي، یو ۲۲ کلن ایرترایي، ویلي هغه او ملګري یې د شنه اسمان لاندې خوب کوي ځکه چې پولیسو یې ترې خیمه نیولې. فرانسوي پولیسو ته په اشاره کولو، هغه وویل: “کله چې دوی راځي موږ له هغه ځایه تېښته کوو ځکه چې دوی له دې مخکې وهلي یو. “

د هغه یو ایریتیایي ملګرې، 27 کلن ایفي، له یو کال څخه زیات وخت کیږي چې هڅه کوي چې بریتانیا ته لاړ شي. هغه وويل، “زیاتره شپې پوليس زموږ په لټه کې وي، نو ځکه خوب خطرناک هم کیدای شي.

پاول لیکلرک د لاوبرج  ډس مایګرنټ ادارې څخه ګارډین ورځپاڼې ته وویل چې د کالاس کډوالو شرایط  له هغې وروسته خراب شوي چې د کډوالو اصلي کمپ، چې د ځنګل په نوم مشهور وو، په ۲۰۱۶ کې له منځه ولاړ. هغه زیاته کړه، “ډیری مهاجرین نشي کولی له څلورو ساعتونو څخه زیات خوب وکړي؛ چې دا پخپل ځان کې رواني اغېزې لري. ”  

د ژمی فصل هم د تلفاتو شمیرل شروع کړي. د هایپوترپیا ډیرې پیښې ثبت شوي دي. میډی آلین، چې د انګلستان په خیریه مؤسسه، دي چیريتي، کې ساحوي مدیره ده،  خبر ورکړ چې د نري رنځ دری پیښې پدې وروستیو کې تشخیص شوي. هغې دا هم څرګنده کړه چې په کالاس کې د مؤقتي کمپونو ختمول کډوالو ته ژورې رواني ستونزې رسوي.

آلین زیاته کړه: “دا خلک مجبوروي چې تل په حرکت کې اوسي. خیمه چې یو وخت به تر شپږو میاشتو پورې کارول کیده، مګر د دې عملیاتو له امله په سختۍ شپږ ورځې دوام کوي. دا مهال ډېر خراب چاپیریال دی کډوالو لپاره، یعنې وضعیت ترټولو بدترین حالت کې دی.

دا راپور د کډوالو په وړاندې د فرانسوي پولیسو لخوا تاوتریخوالی روښانه کوي، او یادونه کوي چې د پولیسو په وړاندې نږدې ۱۰۰۰ شکایتونه د ۱۲ میاشتو په موده کې مهاجرینو لخوا راجستر شوي، چې له جملې یې ۲۴۴ د وهلو او یا د اوښکو ګاز کارولو ادعا کوي.

د کالاس وضعیت ډیری کډوال مجبوروري چې د کشتۍ په واسطه د انګلستان ته لاړ شي. دي ټیلیګراف  ورځپاڼې په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې لږترلږه ۲۸ کښتۍ چې غوښتل ېې انګلستان ته واوړي د فرانسوي چارواکو لخوا ځنډول شوي، پداسې حال کې چې له ۱۱۰ څخه زیات کډوال بریتانیا په اوبو کې نیول شوي.

TMP – 27/02/2019

عکس: اډوارډ کرورفورډ / شټرورتاک. کیالس، فرانسه 10/28/16.  د كاليس جنگل نه د وتلو په وخت فرانسي پوليس خپل گاردان دروي.