د فرانسې محکمې د کډوالو ماشومانو د عمر معلومولو لپاره د هډوکي معاینات تصویب کړل
په فرانسه کې اړونده مسوولین اوس کولای شي د هډوکي د معاینې له طریقه د عمر معلومولو د نتیجې پر اساس پرېکړه وکړي چې کډوال د نابالغه ماشومانو لپاره د ځانګړو شویو خدمتونو وړ دی او که نه. د دې معاینې کارول د فرانسې د اساسي قانون شورا (French Constitutional Council) لخوا د روان میلادي کال د مارچ په ۲۱مه، تصویب شوي و.
د کیڼ لاس ایکسرې په ابتدايي توګه په ۱۹۳۰ کال کې انکشاف وکړ، دا د دې لپاره و چې که چیرې ماشوم د هډوکي له نارمل بلوغ (رشد) څخه په ټیټه کچه کې وي، نو معلوم یې کړي.دا معاینات د ماشوم په مړوند کې د هډوکي وده، له عین عمر او جنسیت لرونکي له هډوکي سره د پرتلنې لپاره کارول کیدل.
د ایکسرې کارول په دغه شان قضیو کې بحث پاروونکي و او داسې فکر کیده چې په غټو ماشومانو کې ډير دقیق نه دي. داسې ویل کیده چې په غټو ماشومانو کې د هډوکو معاینه کې د ۱۸ میاشتو او درېیو کلونو ترمنځ تیروتنه کیدله، یعنې دا چې هغه ماشوم چې ۱۵ کلن ګڼل کیده، ممکن د ۱۲ او ۱۸ کلونو په عمر وای. سربېره پر دې، ډیری ساینسپوهانو دعوه کوله چې ټولنیز او غذايي فکټورونه هم په ماشومانو کې د هډوکو پر بلوغ (پوخوالي) اغیز لري.
دا قضیه مخکې له دې رامنځ ته شوه چې شورا د ګینا د یوه کډوال په قضیه کې دخیله وه. دا کډوال د اډاما (Adama S.) په نوم پیژندل شوی و چې په ۲۰۱۶ کال کې فرانسې ته را رسیدلی و او دعوه یې کړې وه چې ۱۵ کلن دی. هغه د عمر معلومولو لپاره د هډوکو معاینات رد کړي و. هغه د دې لپاره معاف شوی و چې د معایناتو لپاره رضایت ضروري و.بالاخره هغه له هغو خدمتونو څخه مستفید وګرځول شو چې ماشومانو ته د پاملرنې په موخه کیږي.
په هرصورت، یو کال وروسته، د ځوانانو محکمې چې په جنوب لویدیځه فرانسه کې ده، حکم وکړ چې دا ماشوم بالغ دی او هغه د ماشوم لپاره له ټولنیزو خدمتونو څخه محروم کړای شو.اداما د لیون محکمې ته عارض شو چې عمر یې د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ تخمین شو.
د قانوني اسنادو د نشتون په صورت کې، چې کیدای شي د کډوالۍ په سفر کې ورک شوي وي، د هډوکي د معایناتو لپاره څه بدیلونه شته چې په دقیقه توګه د یو چا عمر معلوم شي. د هډوکي د معاینې نتیجه، په هرصورت،د بالغینو د عمر په معلومولو کې یوازنی شی نه دی. دا خبره د اساسي قانون محکمې (Constitutional Council ) کړې ده. په فرانسه کې د اساسي قانون لوړو مقاماتو زیاته کړې چې هغه څوک چې معاینه کیږي، د شک او تردید هر ډول ګټه ترلاسه کوي او د یو شخص بلوغ نشي کولای چې هغه د هډوکي ازموینې څخه د انکار له حقه محروم کړي.
فرانسې ته د هغو را رسیدلو کډوالو شمیره ،چې خپل ځانونه بې سرپرسته نابالغه معرفي کوي، په ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۱۷۰۰۰ ته رسیدلې، دا شمیره په ۲۰۱۵ کال کې ۶۰۰۰ وه. له دوی څخه ډیر کم ماشومان فرانسې ته له قانوني اسنادو سره را رسیدلي.
که څه هم د اسنادو د نه لرلو په صورت کې د کډوالو د عمر معلومول ډیزاین شوي او کله چې رواني ارزونې په ادعا شک وکړي، د بشري حقونو فعالین وايي چې دا پرېکړه به ډیری هغه ماشومان له خطر سره مخ کړي، کوم چې د مصوونیت حقدار دي او له خپل خوندیتوبه دفاع کوي.
TMP – 12/04/2019
عکس: Gerard Bottino/Shutterstock.د بې سرپرسته کډوالو ماشومانو په ملاتړ غونډه. مارسیلي، فرانسه، سپتمبر، ۲۰۱۸
دا مقاله شریکه کړي