فرانسې د مهاجرینو نوی قانون تصویب کړ

د اپریل په 22، د فرانسې ملي شورا د کډوالۍ یو قانون تصويب کړ چې له مخې به یې د پناه غوښتنې پروسه چټکه او بیرته ستنول تېز، او هغه یو کلنه سزا هم معرفي کوي چې په غیر قانوني توګه فرانسې ته د داخلېدو لپاره به ورکول کیږي

د قانون له تصوبېدو یوه اونۍ وړاندې د دې مسودې د خلاصه کولو په پار د فرانسې صدراعظم اډوارډ فیليپ وویل چې دا  باید هیواد له “هغه حالت څخه وباسي کوم کې چې موږ د هغه چا خراب هرکلی کوو چې موږ یې د ښه راغلاست پوروړي یو، او هغه څوک نه ستنوو چې په فرانسه کې د پاتې کیدو هېڅ حق نه لري.

د دې قانون له موخو څخه یو دا ده چې هغه پناه غوښتونکي چې درخواست يې رد شوی وي تر 135 ورځو پورې د قانوني توقیف موده تېره کړي.

بله موخه یې دا ده چې هغه موده له ۱۲۰ څخه ۹۰ ورځو ته لنډ کړي چې له مخې يې فرانسې ته د داخلیېدو وروسته کډوال د پناه غوښتونې درخواست کولای شي.

رد شوي پناه غوښتونکي به نور د بل یو استوګنې اجازه لیک لپاره درخواست ونشي کړای او دوی د پریکړې اپیل کولو لپاره یوازې 15 ورځې لري، او که دوی په خپله خوښه بیرته خپل هیواد ته ستنیدو غوښتنه کوي نو مالي مرسته به ورته چمتو کیږي.

د کورنیو چارو وزیر ګیرارډ کولمب ادعا وکړه چې د دې قانون هدف د مهاجرت “غوره کنترول” دی، دا د پناه غوښتنې د درخواست د انتظار وخت شپږو میاشتو ته رانیموي او د هغه نفرو بېرته ستنول اسانوي کوم چې د “اقتصادي” مهاجرینو په نوم رد شوي.

کیڼ اړخو مخالفینو هغه وخت له څلور اونیو څخه دوه اونیو ته د کمولو د پلان څخه شکایت کړی چې  پناه غوښتونکي یې د درخواست د رد کېدو نه وروسته د استېناف حق لري. دوی وايي چې په دې کار سره به پناه غوښتونکي د ادعا د دفاع لپاره کافي وخت ونلري.

د بشر د حقوقو څار اداره (اېچ آر ډبلیو) وايي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیک نېټې لنډېدل ممکن “ډیری زیان منونکې پناه غوښتونکو په اړه منفي اغیزه وکړي کوم چې به په ډېر احتمال نېټه مراعت نشي کړای.

فرانسې تېر کال 100000 د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ترلاسه کړل، دا پرله پسې دریم کال دی چې زیاتوالی پکې راځي، دا په داسې حال کې ده چې په ټوله اروپا کې دا شمېر کم شوی. د اوسنیو نظر پوښتنې ښايي چې رایه ورکوونکي د سخت مهاجرتي قوانینو ملاتړ کوي

په داسې حال کې چې د پارلمان غړو د اونۍ په پای کې پر قانون بحث بحث کاوه، د ښي اړخه سخت دريځه ډلې (نسل پیژندنې) له خوا شاوخوا 100 فعالین، چې عموماً د فرانسې تابعیت لرونکي کسان یې تشکیلوي مګر د ایټالیا، مجارستان ، ډینس، اتريش، انګریزانو او آلمانیانو په کې ګډون لري په سمبولیک ډول د الپ غرونو په هغه لاره کې د پلاستيکي جال خنډ دیوال جوړ کړ چې مهاجرین یې د ايټالیی نه د اوښتو لپاره استفاده  کوي.

فعالینو هغه بیرغونه خوځول چې په لیکل شوي “اروپا دفاع وکړئ” او د ایټالیا له پولې نه څو کیلو متره لرې یې یوه لوحه یې د یو غر په څنډه ولګوله چې په انګلیسي پرې لیکل شوي وو: “سرحد تړل شوی. تاسو به اروپا خپل کور نه جوړ کړئ. لاره نشته. خپل هیواد ته بیرته ستانه شئ. “.

TMP – 05/02/2019