د فرانسې پولیسو کالایس ته نږدې یو ستر کیمپ له کډوالو پاک کړ
شاوخوا ۲۰۰ کډوال فرانسه کې وروسته له هغې په زوره له یوه غیر رسمي کیمپه وشړل شول چې امنیتي ځواکونو دغه سیمه د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۱۲مه، له کډوالو پاکه کړه.
دا کیمپ له تخریب مخکې د ویروتیریس ار چیمن ډو پونټ ټرویلي (Verrotières or Chemin du Pont-Trouille)کیمپ په نوم مشهور و، چې په کالایس کې له سترو کیمپونو څخه و. تخمینا ۲۰۰ کډوال چې عمدتا د افغانستان، ایران، اریتیریا او سوډان وګړي وو، دلته اوسیدل.
د دې کیمپ د خالي کولو خبر وار له مخه څو ځلې اعلان شوی و. د اوبیرګ ډیس مګرانټس ادارې (Auberge des Migrants) د معلوماتو له مخې، د تخیلې په وخت کې یوازې ۵۰ کسان حاضر وو.
انفومګرانټ (InfoMigrants) ته په یوه بیانیه کې د یادې شوې ادارې ویاند ډیګو ( Diego) ویلي: (( هر یو پوهیده چې له دې ځایه به شړل کیږي. ځینو یې څو ورځې وړاندې سیمه ترک کړې وه، تمه یې درلوده چې نوې سرپناوې پیدا کړي. ځینو نورو بیا غوښتل چې پټ شي او یا د کالایس شاوخوا وړو کیمپونو ته لاړ شي.))
د کیمپ له خالي کولو مخکې، شاوخوا نښې ځای پر ځای شوې وې او کډوالو ته خبرداری ورکړ شوی و چې دوی به سیده د هرکلي مرکزونو او هغو ودانیو ته لیږل کیږي چې حکومت د دوی له اړتیاوو سره سمې چمتو کړي.
د شل دقیقې پروګرام ( 20 Minuets) په حواله، د کیمپ ۴۶ کسانو دا وړاندیز منلی و او د بسونو په ذریعه د هرکلي مرکزونو ته لیږدول شوي وو.
د کیمپ د تخلیې تصمیم وروسته له هغې ونیول شو چې اینیډیس (Enedis) د بولوجن-سور-میر(Boulogne-sur-Mer) په ستره محکمه کې دعوه وګټله. بریښنايي کمپنۍ د ځمکې هغه لویه برخه وګټله چې د کډوالو لخوا نیول شوې وه. اوس دا کیمپ له کډوالو پاک شو، کمپنۍ پلان لري چې له دې ځمکې څخه دیوال را تاو کړي چې د بل کیمپ د جوړیدو مخنیوی وشي.
د ځايي مقاماتو په حواله، دې کیمپ په سیمه کې د کمپنیو اقتصادي فعالیتونو ته ډیر ډیر مشکلات پیدا کړي وو. داسې اندیښنې هم راپورته شوې وې چې دا کیمپ امنیت، روغتیا، پاکوالي او انساني وقار ته ګواښ و. په ځانګړې توګه د لوړ ولتاژ ټرانسفرمر او له بیروباره ډک سړک ته نږدې و، چې دا هم ګواښ و.
په تیرو نږدې کلونو کې هغو کډوالو چې هیله یې درلوده له انګلش چاینله انګلستان ته تیر شي، د فرانسې شمالي ساحل په اوږدو کې غیر رسمي کیمپونه جوړ کړي وو. که څه هم د فرانسې پولیسو څو ځلې دغه خپلسري کیمپونه وران کړي وو، خو کډوالو به ډیر ژر بل نوی جوړ کړ.
دا چې فرانسې او انګلستان دواړو د سرحدونو د امنیت ټینګولو لپاره اقدامات کړي، ډیری هغه کډوال چې د انګلستان تر سواحلو رسیدلي، بیرته فرانسې ته د راشړلو له خطر سره مخ دي.
TMP – 19/03/2019
دا مقاله شریکه کړي