د فرانسې د آلپ په غرونو کې د یو کډوال کنګلیدل

هغه کډوال چې د بې هوښۍ په حالات کی د الپ په غرونو کی د سړک تر غاړی موندل شوی وو د زړه حملې او هیپوترمیا ناروغۍ له وجی خپل ژوند له لاسه ورکړی، د لوکل خبري اژانس د راپور له مخی.

دغه سړی چې غوښتل یی له ایټالیی څخه د الپ د غرونو له لارې واوړي د هغه سړک تر غاړې چې د فرانسې د هوتز-الپز او د ایټالیی د پیډمانټ سیمه سره نښلوي د فبرورۍ په ۷ نېټه د سهر په ۳:۰۰ بجو د بې هوښۍ په حال کې موندل شوی وو.

د فرانسې د پوله ساتونکو ځواک لخوا امبولانس ته هغه مهال خبر ورکول  شو چې د لارۍ چلونکي لخوا د کډوال سره مرسته کولو په حال کې مخامخ شول. دغه ۲۹ کلن ټوګویایی ځوان چې ډرمن تمیمو نومیږي، د زړه حملې او د بدن د تودوخې د کموالي له ناروغۍ  څخه نالیده کله چی صحي متخصصین ساحی ته ورسیدل.

د لوکل خبري اژانس مطابق هغه د براینکان سیمې په یوه مرزي روغتون کې ومړ.

دغه سړی په غالب ګمان د هغه ۲۱ نفري ډلې څخه وو چی تیر ماښام یی حرکت کړی وو، باوجود ددې چی مونږ او سره صلیب د رضاکارانو لخوا ډیر خبرداري د لارې د سختۍ په اړه ورکړي وو، پاولو نارسیسي چی د رینبوو افریقا خیریه مؤسسې مشر دی ګارډین ورځ پاڼې ته وویل.”.  

د جنوري د اولې اونۍ د واورې د اورښت له امله دا غرنۍ لاره نوره هم سخته شوی وه د تګ راتګ لپاره او له همدې امله دا ټوګولیایی سړی په واوره کې نیم پوښل شوی وو چی کله وموندل شو.

په ۲۰۱۸ میلادي کال کې هم ۳ تنه کډوالو مړي د الپ په غرونو کی موندل شوي وو. لومړی یو نایجیریایی کډوال،  یی چی میتیو بلسنګ نومیده، د ډیورنس په سیند کی مړ پیدا شوی وو چی د براینکو له سیمې سره نږدې موقیعت لري. دوه نور کډوال هم په هغه لاره چی زیاتره کډوال پرې تګ راتګ کوي مړه پیدا شوي وو. سږ کال تمیمو لومړنی نفر دی د الپ د واورینو غرونو څخه پیاده غوښتل واړي او مړی یی پیدا شوی.

زرګونه ځوانان د ښه ژوند په لټه خپل ځان کې په خطر کی ورکوي او د الپ د غرونو له لارې له ایټالیی څخه فرانسې ته واوړي او هلته یا د پاریس په کوڅو کی سرګردانه وي او یا بیرته ایټالیی ته استول کیږي. زیاتره کډوال په سلهاوو یورو مصرفوي تر څو د موټر له لارې فرانسې ته قاچاق شي لکن د الپ په غرونو کی پریښودل کې په داسی حال کی پرېښودل کیږي چی ژوند ته یی جدي خطر متوجه وي.

د ایټالیی د داخلي چارو وزیر په فرانسه په تیرودوو کلونو کې د ۶۰۰۰۰ زره کډوالو د بیرته ایټالیی ته د استولو تور پورې کوي کوم کی چی ماشومان او ښځینه هم شامل دي او یا اکثر یی د شپې لخوا په ځنګله کی خوشې کیږي. دا په داسې حال کې ده چی د ماشومانو بیرته ايټالیی ته ستنول غیر قانوني دي، اما فرانسه له قانون سرغړونه نه کوي د هغه کډوالو په حق کی چی اروپایی اتحادیی ته د رسیدو لومړی ځای یی ایټالیه ده، د ډبلن اساسنامی د قانونو په مطابق.

TMP – 27/02/2019

عکس: د ژمي په جریان کې په فرانسي هاوسس الپس کې مونټینګینور سکی سایټ

انځورګر : مایک ډاټا / شټرستاک