د فرانسې محکمې قاچاقبر په زندان محکوم کړل
د فرانسې محکمې دوه عراقیان او یو ایرانی سړی د ۲۰۱۹ کال د مارچ په لومړۍ نیټه د انګلیس په کانال کې د مهاجرینو د قاچاق په تور محکوم کړل.
۳۲ کلن عراقی، چې د ډلې مشر ګڼل کیږي، په بوولوګن سور – میر کې (هغه ښار چې د فرانسي په شمالي ساحل باندې واقع ده) د محکمې له خوا ۱۸ میاشتې جزا ترلاسه کړ. دوه ملګري يې، چې یو يې ۳۰ کلن ایرانی او بل یې ۳۹ کلن عراقی وو، هر یو په یو کال زندان محکوم شول. دا درې واړه سړي د فرانسې په قلمرو منع کړل شول.
د ډسمبر په میاشت کې د کښتیو د تجهیزاتو مدیر د پړسېدونکي کښتۍ په اړه چې په عام ډول د خلکو قاچاق وړونکو لخوا کارول کیږي په شکمنې سودا پولیسو ته د دغه دریو سړیو په اړه خبر. دغه سړي د جواز پلیټونه او د تلیفون شمیره هم ورکړه تر څو شکمنو اشخاصو ته ورسیږي.
د تحقیقاتو وروسته، پولیسو دوه تنه يې د ۲۰۱۹ کال د جنوري په ۱۵ ونیول. دریم سړی وروسته له دې چې موبايل یې په نښه کړل شوی وو او نور شواهد راټول شول ونیول شو. په توقیف کې، درې واړو سړیو مختلفې کیسې بیان کړې. یو یې د قاچاق وړونکي شبکې سره د ښکیلتیا اقرار وکړ او دوه نورو وویل چې “دوی یوازې انګلستان ته تلل غوښتل.”
تحقیق وموندله چې دغه درې تنو انګلستان ته د انګلیس کانال له لارې له کالاس، سنګټی، ویسینټ او آډنګین نه د کډوالو اوو کښتۍ برابرې کړې وې.
د قضیې څارنوال کیمیل ګورلین ویلي، “تورنو کسانو یواځې یو ځل قاچاق نه ده کړی، بلکه دا یو منظم تنظیم دی.”
د کښتۍ څو انځورونه د ایرانی ۳۰ کلن په تلیفون کې وموندل شول. د ۳۹ کلن عراقي تلیفون هم د کشتۍ د اکمالاتي پلورنځی ته نږدې يیدا شوی وو.
څارنوال وویل چې د ۳۲ کلن عراقي د تلیفون نښو”په هغو سیمو کې چې انګلستان کې د تګ کولو هڅه کيږي، یو شمیر سګنالونه وښودل.” کله چی هغه ساحل ته نږدی نه وو “د ټېلېفون پټې څارنې چې پکې د ټېلېفون ټولې مکالمې اورېدل کيږي ښودلې چی هغه د د کښتۍ د تېرېدو څارنه کوله.” هغې استدلال وکړ چې دا پدې مانا ده چې هغه د “ادارې مشر دی.”
د فرانسې څخه د انګلیس کانال له لارې د کډوالو د تیریدو هڅې په ناڅاپي توګه د ۲۰۱۸ میلادي کال راهیسې ډیرې زیاتې شوې. د فرانسې ساحل ادارې په ۲۰۱۸ کال کې ۷۸ پېښې مشاهده کړي، او د ۲۰۱۹ يواځې په جنوري او فبروري میاشت کې ۵۰ پېښې لیدل شوي.
فرانسې او بریتانیا د خپلو بندرونو شاوخوا خپل څارنه سخته کړې او د غیر قانوني مهاجرینو د راتلو کنترول لپاره دواړو ساحلو کې د سرحد امنیت زیات کړی. که یو څو نفره بریتانیا ته په رسېدو کامیاب هم شي، ډېر احتمال لري چې بېرته فرانس ته راوګرځول شي.
TMP – 22/03/2019
Photo: Harald Schmidt / Shutterstock. UK border force patrol boat with crew member
دا مقاله شریکه کړي