فرانسه به د کډوالو پر وړاندې سخته؛ خو انساني کړنلاره تعقیب کړي
د فرانسې نوي ټاکل شوي داخله وزیر کریسټوپ کاسټنر (Christophe Castaner) ویلي چې فرانسه به د پناه غوښتونکیو لپاره د استناف محکمې په څیر تمثیل ونکړي. وزیر له (French weekly le Journal du Dimanche) اونیزې سره د روان کال د اکتوبر په ۲۱مه، په یوه مرکه کې زیاته کړې چې په فرانسه کې د پناه غوښتونکیو یو په درېمه برخه لا له وخته د اروپايي ټولنې د یوه بل هیواد لخوا رد شوي دي.
هغه ویلي: (( موږ نه غواړو چې د هغو پناه غوښتوونکيو لپاره د استناف محکمې په توګه وکارول شوو، د کومو چې د پناه غوښتنې درخواستونه له مخکې رد شوي ، لکه د جرمني او ایټالیې لخوا.))
هغه زیاته کړې چې فرانسه به یو سخته؛ خو انساني کړنلاره تعقیب کړي.
کاسټنر چې د روان کال د اکتوبر په ۱۶مه، د کورنیو چارو وزیر په توګه مقرر شوی، پر سرحدونو پیاوړی کنټرول غواړي؛ په ځانګړې توګه له اسپانیا سره؛ له کوم ځایه چې له بل هر اروپايي هیواده زیات وګړي سږ کال فرانسې ته را اوښتي.
د کډوالو نړیوالې ادارې ( IOM) خبر ورکړی چې د ۲۰۱۸ کال د جنوري او نومبر تر منځ نږدې (۵۴۰۰۰) ناقانونه کډوال اسپانیا ته را رسیدلي، دا له هغې مجموعي شمیرې زیات دي چې په عین وخت کې ایټالیا او یونان ته راغلي دي.
کاسټنر ویلي: (( سږ کال اسپانیا ته د کډوالو جریان ۱۵۵٪ لوړ شوی. د هغو ناقانونه کډوالو شمیره چې د فرانسې – اسپانیا له بندرونو ګرځول شوي، (۶۰٪) لوړه شوې ده. )) هغه زیاته کړې: (( کله چې موږ د ناقانونه کډوالو پر وړاندې ټینګ دریځ ونیسو او د بیرته شړلو لړۍ چټکه کړو نو زه ښه پوهیږم چې موږ به خپل زړه خوږي هم وښیوو.))
کاسټنر همدارنګه پلان لري چې خپل ایټالوي سیال ماټیو سلویني (Matteo Salvini) سره وګوري. دا لیدنه وروسته له هغې کیږي چې فرانسه په دې تورنه وه چې ناقانونه کډوال یې له ایټالیا سره په یوه سرحدي ښارګوټي کې خوشې کړي دي.
د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر سلویني د کیمرې تصویرونه او په ټویټر داسې عکسونه ښودلي چې د فرانسې پولیس د ځايي مسوولینو له خبرونې پرته دوه کډوال د سرحدي ښارګوټي کلاویر په الپین ځنګله کې خوشې کوي. سلویني ویلي چې اوس یې نور پولیس سیمې ته لیږلي چې سرحدونو کې ګزمه وکړي.
هغه ویلي: (( ایټالیا به نوره نه ویریږي، له دې یې ډډه کړې چې د اروپا د کډوالو لپاره کیمپ شي او له برسلز [بلجیم پایتخت] او برلین [جرمني پایتخت] څخه هدایت ترلاسه کړي.)) هغه زیاته کړې: (( زه د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ته په روم کې منتظر یم، خو په عین وخت کې به پر سرحدونو ګزمه جاري ساتو. موږ داسې یو هیواد یوو چې یو ځل بیا یې سر راپورته کړی: څوک چې تر اوسه په دې خبره نپوهیږي نو باید درک یې کړي.))
د ایټالیا سختو اقداماتو د را رسیدونکیو کډوالو شمیره را ټیټه کړې ده. سږ کال تر دې دمه له (۲۲۰۰۰) ډیر کډوال ایټالیا ته راغلي، تیر کال په همدې وخت کې دا شمیره (۱۱۱۰۰۰) وه.
TMP – 30/11/2018
دا مقاله شریکه کړي