د انګلستان سرحدي ګزمې ۴۲ نور کډوال ونیول
پولیسو د ۲۰۱۹ کال د می په ۱۱مه، ۴۲ کډوال ونیول، دوی له انګلش چاینل څخه تیر شوي وو او انګلستان ته غیر قانوني داخلیدل. دا کډوال د سرحدي ګزمې لخوا ونیول شول او د کډوالۍ مقاماتو ته وسپارل شول.
دا کډوال به د ډوبلین مقرراتو په اساس فرانسې یا کوم بل اروپايي هیواد ته وګرځول شي.
دا مهاجر عمدتاً ایرانیان او عراقیان پیژندل شوي او په درېیو هغو جلا جلا بیړیو کې نیول شوي چې انګلستان ته روان وو.
د ډوبلین مقرراتو له مخې، پناه غوښتوونکي باید په هغه لومړني اروپايي هیواد کې د پناه غوښتنې لپاره درخواست ورکړي چې دوی ورداخل شوي وي. که داسې ونه کړي، دوی به د بیرته شړلو له خطر سره مخ شي. د انګلستان (Home Office) ادارې ویلي: (( دا پیژندل شوي اصول دي چې هغه خلک چې حفاظت ته اړتیا لري، نو باید په لومړي خوندي هیواد کې چې دوی ور رسیږي، د پناه غوښتنې درخواست ورکړي. ))
د ډوبلین مقررات په دې لټه کې دی چې د اروپا په لویه وچه کې له ناخوندي مهاجرتونه مخنیوی وکړي او په منظمه توګه د پناه غوښتنې درخواستونه وڅیړي. د دې مقرراتو له مخې، که چیرې پناه غوښتوونکي د نړیوال تحفظ مستحق ونه ګڼل شي، نو نشي کولای چې د پناه غوښتنې درخواست ته او یا د اوسیدو لپاره په اروپا کې کوم هیواد غوره کړي. دا مقررات همدارنګه هغه کډوال چې اروپا ته په لاره دي؛ هڅوي چې په لومړني اروپايي هیواد کې پناه وغواړي.
د انګلستان د پارلمان غړی چارلي الپیک( Charlie Elphicke) د فرانسې – انګلستان پر سرحد د لا غښتلو اقداماتو غوښتنه کړې ده. هغه پر انګلش چاینل د څلریشت ساعته فضايي څار غوښتنه کړې او ویلې یې دي: (( نو که هر کډوال ونیول شي؛ په خوندي توګه به بیرته فرانسې ته ولیږل شي. ))
قاچاقبرو همدارنګه اوازې خپرې کړې وې چې د فرانسې – انګلستان سرحد به له Brexit ( له اروپايي ټولنې څخه د انګلستان وتل) وروسته وتړل شي. د بي بي سي مخفي خبریال چې ځان یې د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر کې ایرانی کډوال معرفي کړی و، ویلي چې هغه ویلي و: (( بندرونه به وتړل شي)) وروسته له هغې چې انګلستان له اروپايي ټولنې څخه ووځي. هغه زیاته کړې: (( دا ځنګل به تصفیه شي، دوی به هر یو زندان کې واچوي. ))
په هر صورت، انګلستان ویلي چې له فرانسې سره به یې د سرحد په کنټرول کې ملګرتیا همداسې پیاوړې پاتې شي. (( زموږ د دوه هیوادونو ترمنځ شریک شويو معلوماتو د کډوالو د پام وړ شمیرې بیړیو په مخنیوي کې مرسته کړې چې د فرانسې له سرحده یې د راتګ هڅې کوي. زموږ قوي ملګرتیا په ځپل ځای پاتې، په ګډه دې ته ژمن یوو چې د بیړیو له لارې د راتلونکیو کډوالو او سازمان شویو جرمونو خطرونه راکم کړو. ))
د ۲۰۱۹ کال د جنوري راهیسې، له ۲۵ ډیر خلک بیرته فرانسې او نورو اروپايي هیوادونو ته ګرځول شوي.
TMP – 25/05/2019
Photo: Joe Dunckley / Shutterstock
د انګلستان سرحدي ځواک بیړۍ HMC Valiant
دا مقاله شریکه کړي