ایرانۍ کورنۍ په مکرره توګه له انګلش چاینل څخه د تیریدو هڅه کوي
احمد علي ، یو ناقانونه ایرانی کډوال دی. هغه (itv) خبري اژانس ته په یوه مرکه کې ويلي چې له خپلې میرمنې او دوه بچیانو سره د فرانسې په کالایس کې اوسیږي او هڅه کوي چې د انګلش چاینل له لارې انګلستان ته واوړي.
په لومړۍ هڅه کې دوی د فرانسې د پولیسو لخوا په ساحل کې ودرول شول. په دویمه هڅه کې د دوی کښتۍ له خوځیدو نه لږ وروسته په غرقیدو شوه او مجبوره شول چې بیرته د فرانسې په لور لامبو ووهي.
په درېیمه هڅه کې، مخکې له دې چې د سرحدي پولیسو لخوا ودرول شي، دوی د کبانو د ښکار په کښتۍ کې ۱۰ کیلومتره مزل وهلی و.
احمد، اوس وايي چې دی به بیا انګلستان ته د کښتۍ په ذریعه تګ ته زړه ښه نه کړي؛ ځکه چې دا ډیر خطرناک مزل دی او د هغه د لورکۍ لپاره ډیر سخت دی. احمد اوس د یوه روانشناس په لټه کې دی چې د پریشانیو په کنټرول کې ورسره مرسته وکړي.
هغه ویلي: (( زما لور اوس نارمل نه ده، ښه نه ده. هغه اوس په ډیر ناوړه حالت کې ده، هغه ښه احساس نلري او ډاکټر راته ویلي چې موږ مجبور یوو سمه ساتنه یې وکړي، ځکه چې هغه ښه احساس نلري، ځکه چې یوازې ده، هغه هیڅ ملګرې نلري، ښوونځی نشته، هیڅ ماشوم نشته چې لوبه ورسره وکړي او یا ورسره د دې په ژبه خبرې وکړي. ))
ډاکټرانو دې کورنۍ ته سپارښتنه کړې چې په یوه موقته استوګنځي کې وه اوسیږي. په هرصورت، په څو ورځو کې به دغه کورنۍ په زوره بیا حرکت ته مجبوره شي.
د رسنیو ټولنې ته په خبرو کې احمد ویلي چې کورنۍ یې ځنګل کې پټیدو ته له بیرته ورګرځیدو څخه ویره لري: (( موږ کور نه لرو؛ خو دلته بل چانس نشته، مجبوره یوو چې بیا وګرځو. )) احمد په فرانسه کې د پناه غوښتنې لپاره درخواست نه کوي، هغه ویریږي چې د ډوبلین د مقرراتو له مخې به بیرته ډنمارک ته وګرځول شي. چیرته چې د پناه غوښتنې او عیسویت ته د ګرځیدو لپاره یې درخواست رد شوی و.
کلیر موسیلي (Clare Moseley) څوک چې د (Care4Calais) خیره ټولنې سره کار کوي، ویلي چې دا په اروپا کې غیر معمول نه ده. هغه زیاته کړې: (( موږ اوس اروپا کې هغو خلکو سره پرېکون کوو چې اروپا کې دي او نشي کولای چې د پناه غوښتنې لپاره په بریالي توګه درخواست ورکړي، خو د ډوبلین قانون په اساس له نورو ادعاوو څخه یې مخنیوی شوی دی. ))
TMP – 23/02/2019
دا مقاله شریکه کړي