پولیسو په پاریس کې د غیر رسمي کډوالو کیمپونه تخلیه کړل

د فرانسې پولیسو په پاریس کې هغه څلور خپلسري کیمپونه تخلیه کړل؛ کومو کې چې له ۱۰۰۰ ډیر کډوال اوسیدل، د فرانس پریس (AFP) په حواله، دا کار د ۲۰۱۹ کال د جنوري په وروستیو لسو ورځو کې شوی دی.

دغه ناقانونه کډوال؛ ډیری د افغانستان او د ګڼو  افریقايي  هیوادونو اوسیدونکي وو، دوی په څلورو خپلسرو کیمپونو کې، چې د پورټي ډی کلیګنان کورټ، اوینیو ویلسن، پورټي ډي لا چاپیلي او لا ویلیټي کې اوسیدل.

دغه څلور واړه عملیات په یوه غیر رسمي کیمپ کې ترسره شول، دا کیمپ پیري پیریک ته نږدې تر یوه پله لاندې و، دا د حلقوي سړک یوه برخه ده چې له پاریس څخه راتاو شوی.له دې کیمپ څخه نږدې ۳۰۰ کډوال د روان کال د جنورۍ په ۲۹مه، شړل شوي وو. ښاري مسوولینو ویلي و چې کډوال په دې راضي شوي وو چې په رضاکار ډول به دا ځای پریږدي او د ښار په مربوطاتو کې به پناه ځایونو ته ځي. دوی زیاته کړې چې دا هڅې د دې لپاره کیږي چې هر کډوال په ژمي کې د ښار داخل ته را انتقال کړي.

یو ځايي چارواکي برونو انډري Bruno Andre ویلي: (( د دوی[کډوالو] روغتیايي معاینات به وشي او موږ به یې حالت ته ګورو او  له حقوقو سره سم به مرکز ته ولیږدول شي.)) هغه زیاته کړې: (( په تیرو څو اونیو کې موږ په منظمه توګه خلک خپلو پناه ځایونو ته ولیږل، کوم چې د پاریس په سیمه کې جوړې شوي دي، دوی ته به د اوسیدو لپاره ځای ورکړو او نن به هم په دې لړ کې له  ۲۹۹ خلکو سره همدا تعامل وشي. ))

فرانسې اوس د پناه غوښتنې د درخواستونو د څیړلو بهیر دوه میاشتو ته را لنډ کړی، سره له دې چې په څلورو لسیزو کې ډير درخواستونه شوي دي. د دې درخواستونو تخمینا ۶۴٪ رد شوي، د دې مانا دا ده چې دا کډوال به اروپا پریږدي او یا به هغه اروپايي هیواد ته ورځي چې په لومړي ځل ورته داخل شوي.

فرانسې همدارنګه په پاریس او د شمالي ساحل په اوږدو کې د کډوالو کیمپونه تصفیه کړي دي، دا کار هله وشو چې د هغو خلکو په شمیره کې چټک لوړوالی راغی چې له انګلش چاینل څخه په ناقانونه توګه یې انګلستان ته را اوښتل پیل کړل. د فرانسې او انګلستان دواړو حکومتونو خپل کنټرول زیات کړی او د انګلش چاینل په دواړو خواو کې یې سخت اقدامات وکړل چې خلک دې ته و نه هڅیږي چې خپل ژوند له خطر سره مخ کړي. برتانوی مسوولینو همدارنګه فرانسې ته د هغو ناقانونه کډوالو شړل پیل کړي دي چې له هغه ځایه انګلستان ته راتلل.

TMP – 14/02/2019