قاچاقبر پر کډوالو د ۵۰ سلنه تیریو مسوول دي

د مختلطې کډوالۍ مرکز د هغې څیړنې له مخې چې له) ۱۰۰۰۰ (ډیرو کډوالو سره یې د مرکو پر اساس ترسره کړې ده، ښيي چې انساني قاچاقبر د ۵۰ سلنه جنسي تیریو، فزیکي تاوتریخوالي، غلا او اختطاف مسوول دي.د یاد شوي مرکز د ۲۰۱۸ کال راپور موندلې ده چې مخه نیوونکو کړنلارو کډوالۍ ته د خلکو انګیزه نه ده بدله کړې؛ خو په هغو لارو کې یې بدلون راوستی دی چې دوی یې په واک کې لري.

د مشر برام فروز، وايي: (( د ناقانونه کډوالۍ د کمولو پر ځای، کړنلارې د دې لامل ګرځي چې قاچاقبر خپلې لارې او  طریقې بدلې کړي چې دا په حقیقت کې کډوالو ته سفر لا خطرناک کوي.د روانې پیړۍ له پیل راهیسې، نږدې[ ۶۰۰۰۰] کډوال د لارې په اوږدو کې مړه شوي دي. خو که چیرې حکومتونه یوازې د دې هڅه وکړي چې کډوال  او پناه غوښتوونکي محدود کړي، نو د دغه ګټور کاروبار فرصتونه به همداسې د قاچاقبرو په اختیار کې پاتې شي.))

 هغه زیاته کړې: (( قاچاقبر ډیری وخت دوی ته [کډوالو] خپل یواځنی اختیار برابروي چې خوندي ځایونو ته ورسیږي. که چیرې خلک وغواړي مهاجرت وکړي نو دلته به ورته خامخا قاچاقبر وي.)) په ۲۰۱۶ کال کې د نړۍ په کچه  نږدې دوه نیم میلیونه وګړي قاچاق شوي او له دې څخه آن تر اوه میلیاردو ډالرو پورې ګټه ترلاسه شوې. د دوی د سفر د ځای په ارتباط؛ د یو په درې او یو پر دوو کسانو ترمنځ چې د راپور لپاره ورسره خبري شوي؛ د جنسي تیري، بدني تاوتریخوالي، غلا او اختطاف ترخه څکلي دي.   

د راپور په حواله؛ د کډوالۍ  د لارو انګیزې مختلفې دي، برام فروز وايي: (( له لویدیځي افریقا څخه مهاجرت عمدتاً د اقتصادي دلایلو له مخې دی؛ خو له افغانستان څخه مهاجرت ډیری په ناامني او تاوتریخوالی پورې ارتباط لري. د افریقا د هورن ( ختیځه افریقا) څخه د یمن او سعودي عربستان په لور د کډوالۍ لامل اقتصادي ستونزې دي؛ خو هغوی چې له هورن څخه شمالي افریقا او اروپا ته خوځیږي، لامل یې دا دی چې ډیر لږو حقونو ته لاسرسی لري. ډیری خلکو په لاره کې ګڼ تیري تجربه کړي دي؛ خو ۷۰٪ ویلي چې دوی به بیا هم کډوال کیږي، که څه هم دوی پوهیږي چې  خطرونه ډیر شوي دي؛ نو دا له کډوالۍ سره د خلکو شدیده لیوالتیا ښیي.))

په هرصورت، کله چې ډیری خلک دغه شان  تصمیم نیسي؛ نو دوی دا هم وايي چې نور خلک به نه هڅوي چې د دوی لاره تعقیب کړي. فروز ویلي: (( نږدې ۶۰سلنه خلکو ،چې خبرې ورسره شوي، ویلي چې اوسمهال د خطرونو له ډیریدو خبر دي او نور خلک به کډوالۍ ته تشویق نکړي. ))

TMP – 29/11/2018

که چیرې د کډوالۍ په اړه پوښتنه لری، موږ ته بریښنالیک (ایمیل) را ولیږئ.

که چیرې د کډوالۍ په اړه پوښتنه لری، موږ ته بریښنالیک (ایمیل) را ولیږئ، زمونږ همکار به ستاسی پوښتنی ته ځواب ووایی، ستاسی هویت به خوندی وی.

کډوال کیدل؟ د مشوری لپاره زمونږ له کارپوه سره اړیکه ونیسئ.

نړۍ په خوځښت کې ده

نړۍ په خوځښت کې ده، په میلیونونو کسان اوسمهال په مهاجرت کې دي او د دوی ډيری برخه له هغو ترخو واقعیتونو سره مخ دی چې په ۲۱مه پیړۍ کې، د کډوالۍ رښتینی تصویر وړاندې کوي.

د کډوالو په اړه معلومات ګڼې اجنډاوې او اړخونه لري- د سفر د سرچينې ځاې یعنی هغه ځای چی سفر ور څخه پیلیږی، د رسيدو د موخی ځاې (د ميشت کيدو ځاې) او د ليږد حکومتونو(هغه دولتونه چی کډوال ور څخه د لاری په توګه ګټه اخلی) څخه نيولې تر قاچاقیانو، رسنې، اکادميک وګړو او د کډوالو د شبکو خپل معلومات.

نور ولولئ