جسمي ګواښونه(خطرونه)
کډوال هڅه کوي، چې باروړونکو موټرو او یا بیړیو کې د پټیدو په څېر، له څو ګواښمونو لارو، اروپا ته ورسیږي، چې دا کړنه د جسمي ګواښونو لامل کیږي. ځینې وخت قاچاق وړونکي کډوالو ته وايي: اروپا ته سفر اسانه او امن دی؛ خو په حقیقت کې، دا قاچاق دی چې کډوال د ناوړه استفادې له ګواښ سره مخ کوي.
کډوال تر ډېره اروپا ته د رسیدو په موخه، بې کیفیته او له ګڼې ګوڼې ډکو بیړیو کې سپریږي او یا هم داسې وسایطو کې ځای پر ځای کیږي، چې د مسافرو لپاره مناسب نه وي. د کډوالۍ د نړۍوال سازمان د شمیرو له مخې: ۲۰۱۸ کال کې له ۲ زرو ډېر کډوال اروپا ته د رسیدو په موخه د سیندونو په لار کې، خپل ژوند له لاسه ورکړی. په ځمکنیو لارو کې ګڼ شمیر کډوال د لوږي (دود) د استنشاق له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا مخکې له دې چې سفر یې بشپړ شي، د خرابو موټرو له امله په لار کې پاتې کیږي.
قاچاق وړونکي اروپا ته د سفر په مهال تر ډېره له دوی ناوړه ګټه اخېسته کوي. قاچاق وړونکي په دروغ سره وايي: دا سفر لنډ او امن دی او یا دوی ته وايي: چې تاسو ته اورپا کې د کډوالۍ حق درکول کیږي. قاچاق وړونکي په دې مشهور دي، چې خلک په جنايي شبکو پلوري او یا کډوال د پیسو لپاره برمته کوي او دوی د داسې تر سره کولو ته هڅوي، چې خوښه یې نه وي. پرته له دې چې مزد ورکړي. له کورنیو د اخاذیو اخېستلو لپاره په دوامداره ډول برمته او ځورول کیږي. هغه مهال چې یو کډوال د خپلې کورنۍ او ملګرو له شبکې وځي، قاچاق وړونکي پوهیږي، چې دغه ګډوال د دوی د غوښتو پر وړاندې د شکایت او مقاومت وس نلري.
قاچاق وړونکي په معمول ډول د سفر په هر پړاو کې د ډیرو پیسو غوښتنه کوي او که د کډوالو پيسې خلاصې شي، د برده ګانو په څېر د جبري کارونو تر سره کیدو ته اړ کیږي، څو له دې لارې، د قاچاق وړونکو پیسې پرې کړي. سړي د درنو کارونو تر سره کیدو اړباسي په داسې حال کې چې ښځې، فحشا ته اړویستل کیږي.
هغه ناقانونه کډوال چې د بیړیو پرمټ له ترکیې یونان ته د تګ وړتیا لري، د پولې مدیریت د عملیاتو له امله محدود شوي. رسمي شمیرې ددې ښودنه کوي، چې ۲۰۱۷ کال کې ترکیې د یونان په لار کې ۴۵ زره افغان کډوال درولي.
قاچاق وړونکي همدارنګه هڅه کوي، چې د تور سمندر په استفادې سره، کډوال له ترکیې څخه رومانیا ته ولیږدوي. دغه لار ګواښمونه ده او د هوا ککړوالي له امله د بیړیو د ډوبیدو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
ځینې کډوال هڅه کوي، چې ترکیه کې د اژې سیند پرمټ، اروپا ته ورسیږي. د ۲۰۱۸ کال اکسټ میاشت کې دوه عراقي میرمنو له خپلو ۷ انجونو سره یو ځای، د بیړۍ ډوبیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
۲۰۱۸ کال کې ګڼ شمېر افغانان په ناقانونه توګه ترکیې ته ګډوال شوي. ځینو کسانو د پېژندنې رسمي کارتونه تر لاسه کړي، په داسې حال کې چې پاتې نور له سند پرته، ترکیه کې ژوند کوي. راستنېدونکي وايي: چې په سختو شرایطو کې کارکوي او کله هم خپله تنخواه نه ترلاسه کوي. ځکه دوی په ناقانونه توګه کار کوي او نشي کولای دغه مسله له ترکي چارواکو سره شریکه کړي.
په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کال کې ترکیې هڅه وکړه، چې ناقانونه کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه کړي. ترکیه له ناقانونه کډوالۍ د مخینوي لپاره له ایران سره د پولې په اوږدو کې د ۱۴۴ کیلومټره دیوال د جوړیدو په حال کې ده.
کډوال اروپا ته د رسېدو لپاره باید د ترکیې پرمټ له یونان او یا هم د بالکان هېوادونو له لارې تېر شي. اوس مهال ګڼ شمېر افغان کډوال د یونان ټاپو د کډوالو په څو پنډغالو کې ایسار پاتې دي او تر هغه چې د پناه غوښتن لیکونه یې ونه څېړل شي هېڅ لوري ته سفر نه کوي. په زرګونه نور کډوال له اروپايي ټولنې بهر، بوسنیا کې ایسار پاتې دي او نشي کولای چې اروپا ته د رسېدو لپاره د کروسیا له پولې تېر شي. د بوسنیا هېواد په یوه سرحدي ښار کې چارواکي اړ شوي چې په سلګونه ناقانونه کډوال، هغې سیمې ته ولېږدوي چې مخکې په کې کثافات ساتل کېدل.