د غیر قانوني کډوالۍ ګواښونه
هغه کسان، چې په غیر قانوني ډول کډوالي کوي د خپل سفر په اوږدو کې بېلابېلو ګواښونو سره مخامخ کېدای شي. په دې کې د نیولو، مالي فزیکي زیانونه لکه برید شامل دي. ډېری کډوال هغه شونتیاوې کمې ارزوي چې ښایي دوی د غیر قانوني سفر په اوږدو کې ورسره مخامخ شي.
له غیر قانوني سفر څخه وړاندې او د سفر په اوږدو کې قاچاقبران کډوالو ته ناسم معلومات ورکوي او د سفر په اړه ورته درواغ وایي. دوی کډوال هڅوي، چې خطرناک غیر قانوني سفرونه ورته خورا اسانه او خوندي دي. قاچاقبران په همدې خبرو د خپلو خدمتونو په بدل کې کولای شي له دوی ډېرې پیسې واخلي.
کډوال ښایي فکر وکړي له یوه قاچاقبر څخه، چې د سفر لپاره د ارزانه بیې وړاندیز کوي، ښه هوکړه ترلاسه کړې ده. په هر صورت، قاچاقبران به د سفر پر مهال د پیسو غوښتنه پیل کړي او کډوال به د لارې په اوږدو کې د خوړو او استوګنې د لګښتونو ورکړې لپاره پیسو ته اړتیا ولري. دغه چاره د دې لامل کېږي، چې کډوال د قاچاقبرانو پوروړي شي او په دې توګه د استثمار، قاچاق او یا فحشا له ګواښ سره مخامخ شي، تر څو قاچاقبرانو ته بېرته خپلې پیسې ورکړي.
کډوال ښایي د قاچاقبرانو له لوري د یرغمل کېدو ګواښ سره هم مخامخ شي، ځکه چې قاچاقبران د دوی له کورنیو څخه د تاوان غوښتنه کوي.
په کښتۍ کې سفر کول
د هغو کډوالو لپاره، چې هڅه کوي په غیر قانوني ډول د سمندر له لارې کډوالي وکړي، دغه سفر خورا واقعي فزیکي ګواښ رامنځته کوي، ځکه چې قاچاقبران اکثره وختونه هغه ارازنه کښټۍ کاروي، چې دوی یې موندلی شي. دا هغه کښتۍ دي، چې د اوبو له لویو بندونو څخه د تېرېدو لپاره مناسبې نه دي.
د انګلستان او فرانسې تر منځ د انګلیس چینل د نړۍ په کچه یو له تر ټولو د اوبو بوخته او له ګڼې ګوڼې ډکه لاره ده. قاچاقبران معمولا د شپې له لوري او یا سهار وخته د تېرېدو پلان جوړوي، په ځانګړي ډول کله چې حالات ستونزمن وي. ځیني کډوال هم هڅه کوي، چې بېړۍ ته لامبو ووهي، خو دا له ګواښه ډېر ډک کار دی، ځکه اوبه ډېرې سړې او سمندرونه خورا پیاوړي دي.
د فرانسې او انګلستان تر منځ د یوروتونل له لارې سفر
ځیني کډوال ښایي انلګلستان ته د یوروتونل (په انګلیس چینل کې تر اوبو لاندې لاره) له لارې د رسلېدو هڅه وکړي. دغه سفر خطرناک دی او داسې پیښې هم شوي، چې کډوال په بریښنایی ډبرو ویشتل شوي، په اورګاډي وهل شوي او یا هم نیول او ګرفتار شوي دي.
کډوال د ډېرو ورځو لپاره پرته له کومې سرپناه او د محدودو اکمالاتو پر بنسټ ډېری وختونه د ځنګلونو او سمندرونو په ګډون له سختو لارو څخه پلي تېرېږي. قاچاقبران ښایي ستاسو د راضي کولو هڅه وکړي، تر څو د دوی د مرستې په بدل کې پیسې ورکړئ، تر څو د کښتۍ، اورګاډي، موتر او یا هم لارۍ په وسیله ځینو هېوادونو ته ورسېږئ. قاچاقبران همدارنګه کډوال له ګڼې ګوڼې ډکو لاریو او د موټرو په ډاله کې پټوي. په دې ځایونو کې هوا خرابه او د خوندیتوب تدابیر نشته. دغه ځایونه د انسانانو د لېږدولو لپاره نه دي جوړ شوي. د دغو ځمکنیو سفرونو پر مهال په مکرر ډول د کډوالو د مړینې راپورونه ورکړل شوي دي. داسې پېښې هم رامنځته شوي چې قاچاقبرانو خلک د لویو لاریو یا موټرونو په باډۍ کې نشه کړي، ترڅو یې خاموشه وساتي، چې دغه چاره کډوالو ته ډېر زیات فزیکي ګواښونه رامنځته کوي.
سربیره پردې، ډېری کډوال هر کال د سرحدي ګزمو یا پولیسو له لوري هغه مهال نیول کېږي، چې هڅه کوي په لاریو او موترونو کې د پټېدو په وسیله له پولې واوړي.
هر هېواد د خپل سرحد د ساتلو افسران او پالیسي لري او غیر قانوني کډوال د خپل سفر په اوږدو کې د نیولو، توقیف او بېرته راشړلو له ګواښ سره مخامخ دي. د اروپايي اتحادیې د قوانینو له مخې غیر قانوني کډوال له اخراج وړاندې تر ۱۸ میاشتو پورې توقیف کیدای شي. په فرانسه کې د کډوالو توقیف ځایونه ډېری وختونه خورا تنګ وي او د زندان په څېر امنیتي تدابیر لري. بهر ځایونو ته لاسرسی ښایي محدود وي او د تفریحي فعالیتونو لپاره لږ فرصت موجود دی. د لنډمهاله ساتنې په تاسیساتو کې د حالاتو په اړه ډېر شکایتونه شته، چې د کمې رڼا او هوا، د خوب کولو او مینځلو لپاره د کافي اسانتیاوو نه شتون پکې شامل دي.
ډېری دغه کډوال به بېرته خپلو هېوادونو او یا هم د اروپایي اتحادیې لومړي هېواد ته، چې دوی پکې مستند شوي دي واستول شي.
هر مهال د کډوالۍ د غیر قانوني سفر په اوږدو کې ښایي کډوال د پولیسو یا سرحدي ساتوونکو له لوري ودرول شي او په توقیف کې وساتل شي. دغه چاره ښایي د دې لامل شي چې دوی په زوره یو بل هېواد او یا هم بېرته خپل اصلي هېواد ته ستانه کړي. د اروپايي اتحادیې یو قانون، چې د ډوبلین مقرراتو په نوم یادېږي، وايي چې کډوال باید د اروپایی اتحادیې په لومړي غړي هېواد کې د پناه غوښتنه وکړي، چې ترې تېر شوي وي. هغه کډوال چې په کوم هېواد کې پناه غواړي د هغه هیواد څخه پرته، چې دوی لومړی ورننوتي وو، کیدای شي لومړي هېواد ته ستانه کړای شي. لاندې د ډوبلین مقرراتو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
که تاسو د پناه غوښتنې د ادعا لپاره په شرایطو برابر نه یاست، د انګلستان په ګډون ډېری هیوادونه به له تاسو وغواړي چې بېرته خپل اصلي هیواد ستانه شئ.
هغه کسان چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي او په خپله خوښه یا په جبري توګه بېرته خپلو هېوادونو ته نه ستنېږي، په غوره شوي هیواد کې د بې اسناده ژوند کولو دوامداره ستونزو او ګواښونو سره مخامخ کېږي. ډیری بې اسناده کډوال د روغتیایي پاملرنې یا نورو مزایاوو په ګډون د ملاتړ مستحق نه دي. د عاید موندل هم ستونزمن دي. دا کار بې اسناده خلک د استثمار لپاره زیانمنوي او هغه خطرونه زیاتوي چې کډوال په عمومي ډول ورسره مخامخ دي.
د یوې ښځینه کډوالې په توګه تاسو د ناوړه ګټه اخیستنې او استثمار لوړ ګواښ سره مخامخ یاست.
ښځې د جنسي تېري پر وړاندې ډېرې زیانمنې دي او داسې مستندې بېلګې هم شته، چې چې دوی فحشا ته اړ ایستل کېږي. د جنسیت پر بنسټ د غیر قانونی کډوالۍ په سفر کې د تاوتریخوالي ګواښ هم لوړ دی. د غیر قانوني کډوال په توګه تاسو ښایي خپل حقونه نه پیژنئ او یا عموماً هڅه کوئ، چې پولیسو څخه مخنیوی وکړئ. حتی که تاسو انګلستان ته هم ورسېږئ، ښایي هلته هم د ډېری میرمنو په څېر ورته ستونزې سره مخامخ شئ، چې د قاچاقبرانو د شبکو پوروړي شوي او دومداره ناوړه کټه ترې اخیستل کېږي.
ډېری میرمنې هڅه کوي، چې د ځان په جلا کولو سره له دغو ګواښونو ځان وژغوري، خو دا به تاسو ته ډېر احتمال درکړي چې د غیر قانوني کډوالۍ لپاره د خوندي، قانوني بدیلونو په اړه مهم معلومات ترلاسه کړئ