مالي ګواښونه( خطرونه)

ایا حیران پاتې یې چې پوه شي، له معتبرې ویزې پرته، اروپا ته ستاسو په رسیدو څومره لګښت راځي؟ یوه اروپايي هېواد ته په ناقانونه توګه د سفر لګښت ثابت نه دی. هغه پیسې چې ټاکل شوې پرې یې کړی. په څو عواملو لکه: هغه لار چې تاسو ټاکی، قاچاق وړونکي چې تاسې لیږدوي، او د ترانسپورټ په څرنګوالي پورې تړاو لري.
په معمول ډول کډوال یو سفر په هغې بیې سره پیل وي، چې په ذهن کې یې لري، خو د سفر په لړ کې د دوی پور لوړیږي. دا کړنه کیدای شي ددې له امله رامنځ ته شي، چې برمته کوونکي جزیه غواړي او یا کډوال ناروغه کیږي او د درملنې لپاره پیسې ورکوي.
که تاسې غواړی چې اورپا ته ناقانونه سفر وکړي، نو د مالي لګښت مطالعه کولای شي، له تاسو سره د راتلوونکې په اړه د غوره پریکړې په خاطر مرسته وکړي.

ډېری کډوال اروپا ته د سفر د لګښت په اړه معلومات نلري. قاچاق وړونکي د کډوالو له زیانمنې ناوړه ګټه پورته کوي. دوی کډوالو ته وايي: د اروپا لار اسانه او امن ده او کډوالو ته په ترانزیټ هېواد کې د کاري بوختیاوو ژمنه کوي، خو حقیقت بل څه دی.
قاچاق وړونکي د کډوالو له زیانمنې ناوړه ګټه اخلي، او کله هم له دوی غواړي، چې د خوړو، استوګنې او یا چارواکو ته د بډې لپاره ډیرې پیسې ورکړي. ځینې وخت، کډوال برمته کیږي او د خوشې کیدو په بدل کې د جزیې ورکړې ته مجبور کیږي.
(په هغه ډول چې ځې پرې کړه) او یا ( Pay-as-you-go) سیسټمونه چې په کې کډوال د سفر لګښت یوه برخه پرې کوي، ډیر پیژندل شوی دی. دغو طرحو، کډوال یې د لا ناوړه ګټې اخېستنې لپاره زیانمن کړي دي.
ډېری کډوال خپلې موخې ته د رسیدو لپاره له هیڅ ډول ضمانت پرته، دغه ګواښ زغمي او لګښت پرې کوي. ګڼ شمیر کډوال په وروستیو کې اړ کیږي، چې د خپلې کورنۍ له غړو پور واخلي او یا خپل کور او سوداګري وپلوري.

کډوالو(د کډوالۍ پروژې) ته ویلي: چې دوی له افغانستانه تر اروپا پورې د سفر په موخه، له ۶ تر ۱۰ زره امریکايي ډالرو پورې لګښت پرې کړی. ډېری کډوال د سفر لګښت په موخه، له نورو پور اخلي او یا هم خپل کور او سوداګري پلوري.

که کډوال د اروپا سواحل ته ورسیږي، دوی اړ دي، چې خپل وروستي مقصد ته د رسیدو لپاره سفر ته دوام ورکړي. اروپا کې سفر ډېر لګښت لري. د بېلګې په ډول: یوه ګډوال د کډوالۍ پروژې ته ویلي: چې قاچاق وړونکو د فرانسې له کالیس سیمې بریټانیې ته د نوموړي د لیږد لپاره ترې ۵ زره امریکايي ډالره اخېستې دي.
په ټوله اروپا کې د ژوند اقتصادي لګښت توپیر لري. خو تر ډېره د کډوالو له اصلي هېواد څخه لوړ دی. اروپا کې د ناقانونه کډوالو په منځ کې بېکاري ډېره ده. نو د پور بیاځلې پرې کول، په داسې حال کې چې ورځینۍ لګښت پرې کوي، ستونزمن دی. که څه هم قانوني کډوال روغتیايي چوپړتیاوو، ښوونې او روزنې او استوګنځي په برخه کې د دولت له ملاتړ څخه برخمن کیږي، خو ناقانونه کډوال د مرستو په دغو شرایطو برابر نه دي.
په اروپا کې د یوه کډوال په توګه د ژوند په اړه ډېر پوه شي.

اروپا ته د ناقانونه سفر لوړ او له تمې خلاف لګښت په دې مانا دی، چې ډېری ګډوال خپلې وروستی موخې ته له رسیدو وړاندې، بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو لپاره اړ کیږي.
هغو کډوالو چې په سفر کې ډېرې پیسې لګولي، خپلو کورونو ته بېرته ستنېدل غوره کوي.
یوازې په ۲۰۱۶ کال کې له ۷ زره ډېر افغانانو د کډوالۍ د نړۍوال سازمان په ملاتړ خپلو کورونو ته ستنېدل غوره کړي. دا ټول هغه کډوال وو، چې اروپا ته رسیدلي وو. ددې له امله چې کډوال د خپل سفر له پیل کیدو وړاندې، اروپا کې د ژوند کولو له حقایقو خبر نه دي، دا مسله رامنځ ته کیږي. ناقانونه کډوال له ننګونو سره تر مخ کیدو وروسته، خپلو کورونو ته ستنېږي. یو شمېر کډوال د خپلو پیښو او وخت د بې ځایه لګښت له امله د شرم او پښېمانی احساس کوي.
یو شمېر نور بیا د خپلې کورنۍ او ټولنې له غوصې سره مخ کیږي. هغه کډوال چې د څو کلونو لپاره بهرنیو هېوادونو کې وو، په خپل هېواد کې د بیاځلې منلو لپاره له ننګونو سره مخ کیږي.

شریک یی کړي

دوه فرانسویان له انګلش چاینل څخه د تیریدونکيو کډوالو سره د مرستې له کبله زنداني شول

دوه فرانسویان چې له ناقانونه کډوالو سره یې د انګلش چاینل څخه په تیریدو کې مرسته کوله، زنداني شول. له دغو دوو...
نور ولولئ

په سلګونو کډوالو د پاریس د یوه هوايي ډګر ترمینل کې د شړل کیدو پر وړاندې مظاهره وکړه

د فرانسې د پلازمېنې پاریس په یوه هوايي ډګر کې  په سلګونو ناقانونه کډوال راټول شوي وو چې د نورو نا قانونه...
نور ولولئ

د فرانسې ساحلي ځواکونو د هغو نهو تنو مخه نیولې چې له انګلش چاینل څخه د تیریدو هڅه یې کوله

د فرانسې ساحلي ځواکونو د یکشنبې ورځ د می په ۱۹مه، د هغې کوچنۍ بیړۍ مخه ډب کړه چې له انګلش چاینل څخه د تیریدو په...
نور ولولئ