د ماشومانو او ښځو لپاره ګواښونه

د اروپا لار، په ځانګړې ډول د ماشومانو او ښځو لپاره ګواښمنه ده.

ډېری ښځې او ماشومان د سفر په مهال، د ځورونې، تیري، بردګۍ او نور ناوړه رواني او جسمي ګټې اخېستنې سره مخ کیږي.

ناقانونه کډوالي په ځانګړې ډول د ماشومانو او ښځو لپاره ګواښمنه ده. ځینې وخت قاچاق وړونکي، ښځې د خدمت ورکړې په بدل کې جنسي مقاربت ته هڅوي. په ۲۰۱۷ کال کې د یونیسف ادارې راپور د دې ښودنه کوي، چې ښځې او ماشومان اړ دي، څو له (Pasy-as-you-go) طرحې ملاتړ وکړي، چې ټول لګښت د سفر په مهال او یا په پای کې ورکول کیږي، چې ځینې وخت د دغو ماشومانو او ښځو د پور وړ کیدو لامل کیږي او دوی د ناسمې ګټې اخېستنې لپاره زیانمن کیږي.

اروپا ته د افغانستان ځمکنۍ مزل، چې د ایران او ترکیې له لارې تر سره کیږي، موخې ته له رسیدو وړاندې انجونو او مېرمنو ته  زیان رسوي.  جبري ودونه، کورنۍ بردګي او جنسي قاچاق، هغه ګواښونه دي، چې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې شتون لري.

ډېری ښځې چې کله اروپا ته رسیږي وايي: د پذیرش په مرکزونو، بندخونو او نورو لنډه مهاله ځایونو کې په لوړه کچه له ځورونې او له ناسمې ګټې اخېستنې سره مخ کیږي.

ډېری وخت د زیانمنونکو کډوالو مېرمنو مشخصې اړتیاوې  نه پوره کیږي. د بېلګې په توګه: امیندواره یا حامله مېرمنې، روغتیايي چوپړتیاوو او دوام لرونکو معاینانو ته د لاسرسي په برخه کې، له ننګونو سره مخ دي. د ژوند  غیر روغتیايي شرایطو هم، د امنیدواره مېرمنو لپاره ګواښونه ډېر کړي دي.

د ناقانونه سفر په مهال کډوال ماشومان، تر ډېره زیانمنوونکي دي. د اروپا په لار کې د مړینې، ناوړه ګټې اخېستنې او د ماشومانو د استثمار په تړاو ډېری ثبت شوې موارد شتون لري. په ایټالیا کې له ۴۷۰۰ کډوالو، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان یوه څېړنه د دې ښودنه کوي، چې ۷۷ سلنه ماشومانو ویلي: چې د دوی د غوښتنې پر خلاف ساتل کیږي.

هغه مهال چې ماشومان په یوازې توګه اروپا ته سفر کوي، ځینې یې لادرکه کیږي.

داسې اندېښنې شتون لري، چې دغه ماشومان د جنايي سازمانو قرباني او د جنسي او کاري استثمار له ګواښ سره مخ کیږي.

په ۲۰۱۸ کال کې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې ویل شوي، چې یونان کې یو شمېر افغان هلکان د قاچاق وړونکي فیس له ورکړې وروسته، جنسي قاچاق ته اړ شوي دي.

شریک یی کړي

دوه فرانسویان له انګلش چاینل څخه د تیریدونکيو کډوالو سره د مرستې له کبله زنداني شول

دوه فرانسویان چې له ناقانونه کډوالو سره یې د انګلش چاینل څخه په تیریدو کې مرسته کوله، زنداني شول. له دغو دوو...
نور ولولئ

په سلګونو کډوالو د پاریس د یوه هوايي ډګر ترمینل کې د شړل کیدو پر وړاندې مظاهره وکړه

د فرانسې د پلازمېنې پاریس په یوه هوايي ډګر کې  په سلګونو ناقانونه کډوال راټول شوي وو چې د نورو نا قانونه...
نور ولولئ

د فرانسې ساحلي ځواکونو د هغو نهو تنو مخه نیولې چې له انګلش چاینل څخه د تیریدو هڅه یې کوله

د فرانسې ساحلي ځواکونو د یکشنبې ورځ د می په ۱۹مه، د هغې کوچنۍ بیړۍ مخه ډب کړه چې له انګلش چاینل څخه د تیریدو په...
نور ولولئ