د افغانانو لپاره بې خطره او قانوني لارې

که تاسو د  بې خطره او قانوني مهاجرت په اړه غواړي معلومات ترلاسه کړي ، مهرباني وکړئ لاندې معلومات ولولئ او له نورو سره هم شریک کړئ چې غواړي نور معلومات تر لاسه کړې.


پناه غوښتنه یو بنيادي حق دی. هغه خلک چې په خپل هیواد کې د مستقیم ځورونې یا جدي زیان څخه تښتیدلي د نړیوال محافظت حق دار دي. هغه افغانان چې د ظلم یا ځورونې کره او مستنده وېره لري دوی ممکن د پناه غوښتنې شرایط پوره کړي

په عموم کې ، د ملل متحد غړي هیوادونه او UNHCR د کډوالو د پریکړه لپاره د 1951 د ملل متحد د کډوالۍ کنوانسیون مقررات تعقیبوي چې څوک د پناه د ورکړئ وړ او حق دار دې. دا پدې مانا چې د پناه غوښتني قواعد او مقررات د نړۍ په ډیرو برخو کې تقریبا په ورته اصولو تنظیمیږي. د اروپایی اتحادیې غړو هیوادونو د اروپا پناه غوښتنې یو شریک سیسټم تاسیس کړی دي. هیوادونه په ځانګړی ډول خپل ملي قوانین او خپل د لارښود اصولنامی تطبيق کوي ، چه په هغو کی د پناه غوښتونکو څیړنې لپاره مفصل لارښود د دوی د چارواکو لپاره موجود دي.

د پناه غوښتنې او مهمو اصطلاحاتو په اړه  دلته زده کړئ

که یو مهاجر په اروپایی هیواد کې د کډوالۍ حیثیت یا دایمي استوګنځی ولري ، دا امکان لري چې میرمن ، والدین یا ماشوم د دوی سره یوځای شي مګر د دې مقررات او امکانات له یو هیواد څخه بل هیواد ته توپیر لري. دلته د کورنۍ یوځای کیدو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

کاناډا به 20000 زيانمنېدونكى افغانان چې کډوالۍ ته اړ دي ونیسي.

دا برنامه د مشخصو افغانانو لپاره ده څوک چې د ښځو مشران ، د بشري حقونو مدافعین ، ژورنالیستان ، ځورول شوي مذهبي اقلیتونه، LGBTI اشخاص او د هغو افغانانو د کورنیو غړيو لپاره چې په کاناډا کې دي. دا سکیم په دوامداره توګه تازه کیږي او نور جزئیات به په مناسب وخت کې اعلان شي. تاسو کولی شئ چه دلته او دلته د کاناډا ځانګړي برنامو په اړه نور معلومات ترلاسه کړې.

په یاد ولرئ چې د کاناډا حکومت په رسمي ډول ویلي دي چې د کډوالۍ ځانګړي برنامو لپاره فیس شتون نه لري، او زموږ په استازیتوب هیڅ اجنټان یا مشاورین هم شتون نلري.

انګلستان پلان لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې 20000 افغان کډوال ومني. چه 5000 کسان د 2021 په پای کې په یوه نوي برنامه (ACRS) د افغانانو د بیا میشتیدنې سکیم په نوم یادیږي پر ځای کوي. دا سکیم تر دې محاله خلاص ندی. نور جزییات به په مناسب وخت کې پدې ویب پاڼه کې اعلان شي ، تاسو کولی شئ په منظم ډول د تازه معلوماتو لپاره وګورئ.

د آسټرالیا حکومت هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې افغان وګړو ته د ویزې لارې دوام ولري ، دواړه په افغانستان کې او هغه کسان چې له خپل هیواد څخه بې ځایه شوي ، د آسټرالیا د اوږدمهاله بشردوستانه برنامې او د مهاجرت برنامې له لارې.

تاسو کولی شئ د بشردوستانه او د مهاجرت برنامو په اړه ډیر څه زده کړئ ، همدارنګه د افغانانو لپاره د اسټرالیا حکومت لخوا د نورو امکانات په اړه معلومات، دلته.

د ایران حکومت لاهم پریکړه کوي چې دوی به له افغانستان څخه د نویو راتلوونکو لپاره کوم ګامونه پورته کړي.

د ایران حکومت ، د مهاجرو او د بهرنیو چارو بیورو (BAFIA) دفتر ، د پناه غوښتونکو راجستر کولو مسؤلیت لري. مهرباني وکړئ د تازه معلوماتو لپاره د ایران UNHCR ویبپاڼه څخه لیدنه وکړئ کله چې کله چې فعاله شي.

تاسو کولی شئ د UNHCR یا د دوی یو ملګری سازمان سره د تلیفون ، بریښنالیک یا د UNHCR پاکستان ویبپاڼه له لارې اړیکه ونیسئ. تاسو کولی شئ د دې لینک له لارې د اړیکې ټول توضیحات او کاري ساعتونه ومومئ. مهرباني وکړئ د اړونده دفتر (اسلام آباد ، پنجاب ، آزاد جمو ، کشمیر ، خیبر پښتونخوا ، بلوچستان ، سند) سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو یاست.

ترکیه افغانانو ته پناه نه ورکوي. مګر د ترکیې قانون پر مطابق ، په ترکیه کې افغانان کولی شي د نړیوال محافظت لپاره غوښتنه وکړي ، پدې پوهیدو سره چې دوی ته به په دریم هیواد کې پناه ور کړي شي ، د دې پرځای چې په ترکیه کې د اوسیدو لپاره د کډوالو په توګه ومنل شي. افغان پناه غوښتونکي چې ترکیې ته راځي کولی شي د نړیوال محافظت لپاره په 81 د مهاجرت مدیریت ولایتي ریاستو (PDMMs) که غوښتنه وکړي. هغه څوک چې وړتیا لري دوی ته د ترکي شناخت کارت ورکول کیږي (د کیملک په نوم پیژندل کیږي) او اړین دي چې تر وروستۍ فیصله پورې په ټاکل شوي ښار کې اوسیږي.

که تاسو په اروپایی پوهنتون کې منل شوي یاست او تاسو کولی شئ د ښوونې فیسونه ورکړئ ، تاسو ممکن د زده کونکي ویزې لپاره وړ اوسئ چې تاسو ته اجازه درکوي په اروپا کې د مطالعې ، سفر او نیم وخت کار لپاره.

د زده کونکي شینګین ویزه غیر EU زده کونکو ته اجازه ورکوي د شینګین زون هیوادونو کې تر دریو میاشتو پورې پاتې شي. د اوږدې مودې لپاره په اروپا کې د ژوند کولو او مطالعې لپاره ، تاسو کولی شئ په خپل هیواد کې اړوند سفارت کې د اوږدې مودې مطالعې ویزې لپاره غوښتنه وکړئ.

د اروپایی پوهنتونونو فیسونه معمولا ګران دي، مګر د غیر منظم مهاجرت لګښتونه نور هم لوړ کیدی شي. ځینې پوهنتونونه د باصلاحیته زده کونکو لپاره بورسونه هم وړاندیز کوي.

د ځانګړي هیواد قانون پورې اړه لري ، په اروپا کې ژوند کول او مطالعه د دایمي استوګنې لپاره ستاسو امکانات ډیروي.

د افغانانو لپاره په نړیواله کچه د زده کړې لپاره ډیری بورسونه هم شتون لري ، د مثال په توګه ، په هند او پاکستان کې. اسلامي پراختیا بانک د غړو هیوادونو باصلاحیته زده کونکو او په غیر غړیو هیوادونو کې د مسلمانو ټولنو لپاره بورسونه تمویلوي. افغان زده کونکي ممکن د نورو بورسونو لپاره هم وړ وي. او د افغانستان د پوهنې وزارت د دوی د ظرفیت لوړولو برنامې برخې په توګه نړیوال بورسونه هم وړاندې کوي.

تاسو کولی شئ د نورو نړیوالو بورسونو امکاناتو په اړه ولولئ دلته.

یو شمیر سکیمونه شتون لري چې په اروپا او نورو هیوادونو کې ماهر مهاجرینو ته د کار ویزې وړاندیز کوي.

د اروپایی اتحادیې ډیری غړي هیوادونه د EU بلو کارت ویزې سکیم په نوم سکیم کې برخه اخلي چې هدف یې د نورو هیوادونو با استعداده متخصصینو راجلب کول دي.

د EU بلو کارت شبکه خارج د اتحادیه اروپا نه لوړ مهارت لرونکي کارګران د اروپایی كاروركوونكو سره وصل کوي. که تاسو د دندې وړاندیز شوی دی، ممکن تاسو د EU بلو کارت لپاره غوښتنه کولو وړ اوسئ. وړتیا ستاسو د کاري تجربې او تعلیم کچې پورې اړه لري.

د EU بلو کارت لرونکو ته دمخه د ننوتلو استوګنې اجازه ورکول کیږي پدې معنی چې دوی کولی شي په خوندي او قانوني ډول اروپا ته سفر وکړي. په ډیری قضیو کې ، دوی کولی شي خپلې کورنۍ هم راوړي او د یوې ټاکلې مودې وروسته د دایمي اوسیدو لپاره غوښتنه وکړي.

آلمان د ډیری مختلف هیوادونو او تخصص ساحو څخه د مسلکي کسانو په لټه کې دی.

امریکا د دایمي اوسیدونکي کارت ترلاسه کولو لپاره د لاټري برنامې وړاندیز کوي.

کاناډا ماهر کارګرو ته د استوګنې دایمي ویزه وړاندیز کوي څوک چې دلته مهاجرت ته علاقه مند دي.

آسټرالیا د کار او مطالعې لپاره ډیری ویزې هم وړاندیز کوي.

شریک یی کړي

دوه فرانسویان له انګلش چاینل څخه د تیریدونکيو کډوالو سره د مرستې له کبله زنداني شول

دوه فرانسویان چې له ناقانونه کډوالو سره یې د انګلش چاینل څخه په تیریدو کې مرسته کوله، زنداني شول. له دغو دوو...
نور ولولئ

په سلګونو کډوالو د پاریس د یوه هوايي ډګر ترمینل کې د شړل کیدو پر وړاندې مظاهره وکړه

د فرانسې د پلازمېنې پاریس په یوه هوايي ډګر کې  په سلګونو ناقانونه کډوال راټول شوي وو چې د نورو نا قانونه...
نور ولولئ

د فرانسې ساحلي ځواکونو د هغو نهو تنو مخه نیولې چې له انګلش چاینل څخه د تیریدو هڅه یې کوله

د فرانسې ساحلي ځواکونو د یکشنبې ورځ د می په ۱۹مه، د هغې کوچنۍ بیړۍ مخه ډب کړه چې له انګلش چاینل څخه د تیریدو په...
نور ولولئ