د کډوالۍ د مهمو مفهومونو لارښود
بېلابېل لاملونه شتون لري، چې خلک د خپل کور پرېښودو ته اړ باسي. ځینې د ځورونې او شکنجې له امله تښتي، په داسې حال کې چې ځینې نور بیا د غوره اقتصادي فرصت په لټه کې دي.
ایا د کډوالۍ په اړه فکر کوی او یا مخکې کډوال شوي یاست؟
که هوکي، د کډوالۍ د مهمو مفاهیمو پوهېدل له تاسې سره مرسته کوي، څو په خپلو حقونو پوه شي او پر ځای پریکړه وکړي.
د کډوالۍ د نړۍوال سازمان (IOM) په اند” کډوال هغه څوک دی، چې د نړۍوالو پولو په اوږدو او یاد د یوه هېواد په دننه کې له خپل استوګنځي لرې، د لیږد په حال کې دی او یا یې خپل ځای لیږدولی دی.” هغه څوک چې په دې پېژند کې شاملیږي، د حقوقي حالت پرته او یا دا چې کډوالي یې په ازاده ټاکلې وي او یا نه، کډوال بلل کیږي. د دوی د ځای لیږد لامل هم له یوه بل سره تړلی (مرتبط) نه دی.
ناقانونه کډوال هغه څوک دی، چې له سند او ویزې پرته، یوه بل هېواد ته وردننه کیږي. له نیول کیدو او خپل هېواد ته د بیرته ستنیدو د مخینوي لپاره، یو ناقانونه کډوال په پولو کې له رسمي څېړنو پرته، یوه هېواد ته وردننه کیږي.
بل خوا، قانوني کډوال هغه کس دی، چې د ویزې او نورو معتبرو سندونو سره یو ځای د (کار، هستوګنې، زده کړې او داسې نور) لپاره یوه هېواد ته ځي.
هغه مهال چې یو کډوال دغه سندونه په پولو کې وړاندې کوي، د سرحدي ادارو چارواکو لخوا اجازه ورکول کیږي، چې د قانوني کډوال په توکه یاد هېواد ته وردننه شي.
د پناه په لټه کې(پناه جو) هغه کس دی، چې د ځورونې او سخت زیانونو له امله، له هېواد څخه تښتي او د نړۍوال خوندیتوب او پناه غوښتنې وضعیت لپاره، په یوه بل هېواد کې د مېشت کیدو غوښتنه کوي.
د پناه په لټه شخص( د ملګرو ملتونو ملتونو د کډوالۍ د ۱۹۵۱ کنوانسیون) له مخې ساتل کیږي. په دې کنوانسیون کې ویل شوي، که یو کډوال ان په ناقانونه توګه هم، یوه هېواد ته وردننه کیږي، باید د کډوالۍ عادلانه تدبیرونو ته لاسرسۍ ولري، څو وکولای شي، چې د دوی غوښتنو د ارزونې په مهال امنیت کې ژوند وکړي.
که د یاد کس غوښتن لیک رد کیږي، دی هم د یوه ناقانونه کډوال په څېر، چې یوه هېواد کې د مېشت کیدو اجازه نه ورکول کیږي، باید هغه هېواد خوشې کړئ.
پناه غوښتونکي هغه کسان دي، چې له وسله والو نښتو او ځورونې له امله تېښه کوي. هغه مهال چې د یوه پناه غوښتونکي غوښتن لیک منل کیږي، نوموړي ته پناه غوښتونکی ویل کیږي، چې د پناه غوښتنې په مانا ده. د دې لپاره چې د یوه پناه غوښتونکي په توګه ومنل شئ، باید دوی ثابت کړئ، چې خپل اصلي هېواد کې د نژاد، دین، ملیت او یا بل تړاو له کبله د ځورونې او سخت زیان له ګواښ سره مخ دي. یو پناه غوښتونکی اجازه لري، چې په ټاکلې وخت کوم هیواد چې نوموړي ته پناه ورکړي، مېشت شي. پناه غوښتونکی د نړۍوال خوندیتوب او ساتنې حق لري.
هغه مهال چې پناه غوښتونکي له ځورونې د خلاصون په موخه له خپل هېواده تښتي، اقتصادي کډوال د اقتصادي راتلوونکې د پیاوړتیا لپاره، خپل ځای لیږدوي. اقتصادي کډوال په داوطلبانه ډول او د خپل ژوند د ښه والي لپاره، سفر کوي.
که اقتصادي مهاجرین په ناقانونه توګه یوه هېواد ته سفر وکړي، نیول کیږي او بېرته خپلو کورونو ته ستانه کیږي. د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د ۱۹۵۱ کنوانسیون له مخې: اقتصادي کډوال( مهاجرین) د پناه غوښتنې په شرایطو برابر نه دي.
په کور دننه بې ځایه شوی هغه کس دی، چې د خپل هېواد د نړۍوالو پولو په منځ کې له خپل کور څخه بلې سیمې ته تښتې ته اړ شوی دی. معمولا، دغه کسان، د وسله والې نښتې، د بشري حقونو د نقض کیدو او یا(د طبیعي او انساني) غمیزو له امله په کور دننه بې ځایه کیږي.
له مل پرته وړوکي، ماشوم کډوال، له ملګري پرته وړوکي ماشومان او تنکي کډوال، تر ډیره هغو کډوالو ته ویل کیږي، چې عمر یې له ۱۸ کلونو کم وي او د خپلې کورنۍ او یاد حقوقي ساتنې او خوندیوب لاندې نه وي. د ماشومانو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون د ماشوم پېژند په دې ډول وړاندې کوي: ” هغه انسان چې عمر یې له ۱۸ کلونو کم وي ماشوم بلل کیږي.”
د پولې مدیریت ټولو هغو پالیسو، قوانینو او نورو تدابیرو ته ویل کیږي، چې د کډوالۍ ډولونه(سوداګري، کار، زده کړې، له خپلې کورنۍ سره بیرته یو ځای کیدل او داسې نور) او یا د ( ګرځندوی، له کورنۍ د لیدنې ، لنډه مهاله کار، سوداګریزې لیدنې او داسې نور) په موخه د خلکو تګ راتګ اسانه کوي او یا محدود وي.د پولې مدیریت چاوراکي هڅه کوي، څو ناقانونه ورتګ کشف او مخنیوي یې وکړي.
هغه مهال چې یو کس د یوه هېواد او پولې په اوږدو کې د ګټې اخېستنې په موخه لیږدول کیږي، د انسان لیږد رالیږد رامنځ ته کیږي. هغه کس چې ګواښل شوی وي، په جبري ډول کار وکړي، برمته شوي وي، غولول شوی وي، ترې ناوړه ګټه پورته شوې وي، او یا د قاچاق وړونکو لخوا د پیسو ورکړې ژمنه ورکړل شوي وي، د انسان د لیږد رالیږد قرباني ګڼل کیږي.
قاچاق په مشخصه توګه له خلکو سره د مرستې هغه فعل ته ویل کیږي، چې د پولو په اوږدو کې د ناقانونه لیږد لپاره تر سره کیږي، چې په کې ناوه ګټه اخېستنه، جبري کار او یا استثمار نه تر سره کیږي.
هغه قاچاق وړونکي چې دنده یې له پولو ناقانونه لیږد دی، جنایت کوونکي ګڼل کیږي.
د یوه کس اصلي هېواد هغه ځای دی، چې په کې ژوند کوي، که تابعیت یې ولري او یا اوسیدونکی یې وي.
ترانزیټي هغه هېوادونه دي، چې کډوال مقصد هېواد ته د سفر په لړ کې له هغه ځایه تېریږي. کډوال کیدای شي، څو ورځې، میاشتې او کال په ترانزیټ هېواد کې تېرې کړي او کله هم موخې ته نه رسیږي.
مقصد هغه هېوادونه دي، چې کډوال کولای شي، هلته خپل سفر ته د پای ټکی کیږدي او شونې ده په کې مېشت شي. ډېری کډوال کله هم د خپلې موخې (مقصد) هېواد ته نه رسیږي او پر ځای یې ټرانزیټ هېواد کې پاتې کیږي او یا هم خپل اصلي هیواد ته ستنیږي.
که یو کس وغواړي، چې افغانستان خوشې کړي او د ځمکني سفر په لړ کې یونان کې پاتې شي، نو اړ دی، چې د ایران او ترکیې له لارې تېر شي . په دې بیلګه کې د کډوال اصلي هېواد افغانستان دی، د مقصد هیواد یونان دی او همدارنګه ایران او ترکیه ترانزیټ هېوادونه دي.
یو ستنېدونکی هغه کس دی، چې تر کډوالۍ وروسته، بیرته خپل هیواد ته راستون شوی دی. ستنېدل کیدی شي په خپله خوښه و یا جبري وي.
داوطلبانه ستنېدل هغه ستنېدنه ده، چې د یوه کډوال په غوښتنه د هغه اصلي هېواد او یا بل هېواد ته تر سره کیږي. کډوال کولای شئ په خپله خوښه او یا په مرسته، داوطلبانه ستون شي. په داوطلبانه ستنېدو کې اداري، لوژیستکي، مالي مرستې او په اصلي هېواد کې د بیاځلې ادغام لپاره د کډوالو ملاتړ شامل دی.
جبري ستنېدل هغه دي، چې کډوال په جبر سره خپل اصلي هېواد او یا دریم هېواد ته شړل کیږي. اجباري ستنېدل د اداري او یا قضايي حکم له مخې تر سره کیږي. شړل د اجباري ستنېدو یوه بېلګه ده.
ستنېدل د یوه کډوال، جنګي اسیر او یا ملکي زنداني شخصي حق دی، چې کولای شي په مشخصو شرایطو سره خپل متبوع هیواد ته ستون شي. له دې مسلې راستنېدونکي کډوال او نړۍوال چارواکي هم د نړۍوال ناورین په مهال، ګټه پورته کولی شي. په اروپا کې یوه افغان کډوال ته ستنېدل، افغانستان کې کور ته د ستنېدو په مانا ده.
بیاځلې هستوګنه د ځای پر ځای کیدو او په دریم هېواد کې د کډوال د ادغام په مانا ده، چې له نیغ ګواښ او ځورونې د کډوالو د خوندیتوب لپاره تر سره کیږي. په هغه هېوادونو کې چې کډوال په کې مېشت کیږي، دوی ته د اوږد مهاله مېشت کیدو حق ورکوي.